اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د اقتصاد وزیر بهرنۍ موسسې په فساد ککړې بولي

عبدالستار مراد، د اقتصاد وزیر

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د سه شنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې په افغانستان کې ۲ زره کورنۍ او بهرنۍ موسسې کار کوي چې اکثره په فساد ککړې دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د لویې ادارې مرستیال محمد امین خرمجي هم وايي چې د اقتصاد وزارت د (ان جي او گانو) یا موسسو په برخه کې پراخې ستونزې لري چې د اواري لپاره یې باید اقتصاد وزارت جدي اوسي.

د اقتصاد وزیر که څه هم د کومې ځانگړې موسسې نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه چې د یادو موسسو د شفافیت لپاره پر یو سیسټم کار کوي چې له مخې به یې ټولې چارې په رڼه توگه تر سره کیږي.

مراد وویل دا مهال شاوخوا ۱۶۰۰  کورنۍ او ۴۰۰ بهرنۍ موسسې په افغانستان کې کار کوي چې په ټولو کې د روڼتیا رامنځته کولو پر سیسټم کار روان دی.

وزیر په دې کنفرانس کې په اقتصاد وزارت کې د فساد د مخنیوي په موخه د یوه نوي سیسټم له رامنځته کېدو هم خبر ورکړ.

هغه وویل داسې برېښنايي سیسټم یې جوړ کړی چې په اتومات ډول د ادارو ښې او بدې کړنې ثبتوي او د کال په وروستیو کې یې د ارزونې پایله وړاندې کوي.

د اقتصاد وزیر وايي د ادارو ښې او بدې چارې د همدې سیسټم پر مټ د کال په وروستیو کې یوازې د پرینټر له لارې راوځي.

د رپوټونو له مخې اداري فساد د حکومت په گڼو ادارو او یوشمېر موسساتو کې موجود دی چې د مخنیوي په موخه یې نړیوالو سازمانونو او عامو افغانانو پر حکومت فشار ډېر کړی.

ورته مهال د کاکس یا پر اداري فساد د پارلمان د څارونکې ډلې مشرې ساهرې شریف د اقتصاد وزارت پر ( سي بي ار) پروسې نیوکه وکړه او ویې ویل چې  د یادې پروسې پایلې دې  یو ځل بیا دوی ته واستوي.

هغې دا هم وویل چې اقتصاد وزارت دې معلوماتو ته د لاسري څانگه خلکو ته د لاسرسي وړ وگرځوي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون