افغانستان سلايډ (فيچر)

سوداگرۍ‌ خونې: د کابل پېښې ۴ میلیارده افغانۍ زیان اړولی

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې چارواکي  وايي په کابل کې وروستیو چاودنو سوداگرو ته لوی مالي زیان اړولی دی.

د سوداگرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي نړۍ‌نیوز ته وویل چې د وزیر محمد اکبر خان د تېرې چهارشنبې په ټانکر بم چاودنه کې ټول ټال ۴ میلیارده افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

هغه وویل:« خصوصي سکټور ته د چهار شنبې په چاودنه کې تر شلو میلیونو ډالرو زیات زیان اوښتی خو د ښاروالۍ د مالوماتو پر بنسټ په دې پېښه کې د ملکي وگړو او نورو نهادونو د زیان شمېر ټول ټال ۴ میلیارده افغانیو ته رسي.»

په یاده پېښه کې  خصوصي شرکتونو، کمپنیو او سوداگرو ته د زیان اوښتو تر څنگ ملکي وگړو، دولتي ادارو، او بهرنیو سفارتونو ته هم زیان رسیدلی دی.

پسرلی وايي په تېرو څو ورځو کې د لاریونونو او کابل ښار د لارو بندېدو له کبله هم سوداگریز ماشین په ټپه درېدلی  او ډېرو بانکونو، شرکتونو او سوداگرو ونه شو کړی چې ورځنۍ چارې تر سره کړي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې ویاند وايي سوداگر او پانگه‌وال زړه توري شوي او نور په افغانستان کې پانگونې ته زړه نه ښه کوي.

  سوداگرۍ خونه له سوداگرو تمه لري چې احساساتي پرېکړه ونه کړي او له زغم سره دې په هېواد کې کار وکړي خو تر څنگ یې له حکومته هم غوښتنه کوي چې د سوداگرو او پانگونې لپاره دې په ښار کې امنیت ټینګ کړي.

که څه هم تر ۲۰۱۴ راوروسته نا امنۍ ډېرې شوي او له افغانستان څخه پراخه پانگه بهرته یوړل شوه خو د حکومت په هڅو په تېر کال کې سوداگرو بیا پانگونې ته زړه ښه کړی دی.

پسرلی وايي په ۱۳۹۵ کې خصوصي سکټور شاوخوا یو میلیارد ډالر پانگونه وکړه چې تر نورو کلونو لوړه کچه ښيي خو زیاتوي چې اوسنیو ناامنیو سوداگر نهیلې کړي.

افغانستان په دې وروستیو کې د مشروباتو، لبنیاتو، بوټونو، اوړو، او یو شمېر نورو توکو تولیدات په کور د ننه تر سره کوي؛ خو پسرلی وايي د ناامنیو په دوام سره به د یادو کمپنیو چارې هم په ټپه ودریږي.

د سوداگرۍ خونه له دولت او نړېوالو غواړي چې په افغانستان کې دې  د امنیت د ټینگښت تر څنگ  په وروستیو پېښو کې سوداگرو ته د اوښتي زیان په ورکړه او مالیاتي معافیت کې مرسته وکړي.

تر دې مهال د حکومت او نړېوالو مرستندویو نهادونو له لوري سوداگرو ته د مرستې او زیان د ورکړې کوم ښکاره خبره نه ده شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون