افغانستان سلايډ (فيچر)

ایزدیار وايي د زوی پر جنازه یې برید «طالبانو د پاکستان په لارښوونه» کړی

محمد علم ایزدیار، د مشرانو جرگې مرستیال

د مشرانو جرگې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، هغه درې بریدونه چې تېره ورځ یې د زوی د جنازې په مراسمو کې وشول، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو کار دی.

ایزدیار نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، برید د هغو کړیو له لوري شوی، چې د پاکستان له لوري رهبري کیږي او هره ورځ خلک وژني.

ایزدیار د حکومت له منځه له بریدگرو سره د مرستې احتمال هم نه ردوي، خو د پېښې اصلي عاملین طالبان بولي.

طالبانو د جنازې پر مراسمو په برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، دا کار د ملي یووالي حکومت د «مشرانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو» پایله ده.

خو د افغانستان ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې بریدگر په چمن کې په یوه مدرسه کې روزل شوي و.

د جمعیت گوند یو شمېر نور غړي هم بیا تر ډيره حکومت او په حکومت کې ځانگړي اشخاص تورنوي، چې یا یې د جنازې په امنیت ساتنه کې سستي کړې او یا یې مخامخ د جنازې پر مراسمو په برید کې لاس درلود.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي بیا نن د یوې خبري غونډې پر مهال له دغه ډول ادعا کوونکو وغوښتل، چې په دې اړه اسناد وړاندې کړي تر څو یې په راتلونکې کې مخه ونیول شي.

د جمعیت گوند ځېنې غړي په دې اړه احساساتي چلند کوي؛ خو ځينې نور یې بیا وايي، چې په دې اړه باید په حوصله پریکړه وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون