سلايډ (فيچر) سياست

قطر سره د درې خلیجي دولتونو د اړیکو پرېکون لاملونه څه دي؟

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر نن سهار له قطر سره د هر ډول ډیپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان کړی او قطر سره یې هر ډول ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې تړلې دي.

عربي رسنۍ د سعودي چارواکو له خولې وايي، چې قطر سره یې د هر ډول ډیپلوماتیکو او قونسلي اړیکو د پرېکون پرېکړه کړې. سعودي به هغه زر تنه قطري پوځیان هم بېرته واستوي، چې قطر د یمن جگړې ته استولي.

د ۲۰۱۴ په مارچ کې هم سعودي عربستان، متحده عربي امارتو او بحرین خپل سفیران له قطر څخه غوښتي وو. دغو خلیجي دولتونو ویلي و چې قطر د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې هوکړې نه دي پلې کړې.

دغو درېوو دولتونو ویلي و چې اړینه ده «خپل امنیت او ثبات وساتي».

تېره مۍ میاشت کې سعودي عربستان ته د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفر وروسته د سعودي او متحده عربي اماراتو او قطر ترمنځ رسنيزې ناندرۍ یو ځل بیا گرمې شوې. له تېرې اوونۍ راهيسې اماراتي او سعودي رسنۍ قطر د «ترهگرۍ په مالي او رسنیز ملاتړ» تورنوي.

تېره اوونۍ د قطر دولتي خبري اژانس په خپره شوې خبرپاڼه کې د قطري امير شیخ تمیم آل ثاني له خولې ويل شوي وو، چې د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره يې اړيکې «خړې پړې» دي. قطري امیر ایران د سيمې د ثبات او امنيت لپاره «اغېزناک ځواک» او حماس د فلسطينیانو «مشروع» استازی بللی و.

د دې خبر له خپرېدو سره د سعودي عربستان «العربيه ټلويزيون» او لندن کې د متحده عربي اماراتو «سکای نيوز» ټلویزیوني شبکې سمدستي په دې اړه د کارپوهانو نظرونه خپاره کړل او قطر يې د ترهگرۍ او ایران په ملاتړ تورن کړ، خو تر دې وروسته قطري چارواکو رسنيو ته وويل، چې د دولتي خبري اژانسQNA  ویبپاڼه يې هک شوې وه او د پوځي زده کوونکو د فراغت غونډې ټوله ويډيو يې خپره کړه، چې د قطر امير دغې غونډې کې يوازې سندونه ورکړي او وينا يې نه وه کړې.

له دې پېښې وروسته د اماراتو، سعودي عربستان او قطر رسنۍ په داسې ژبه تبلیغات کوي چې ښيي د دغو نفتي هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خړې پړې دي.

په لومړيو کې د قطر «الراية» او «الشرق»  ورځپاڼو د قطر دفاع او پر اماراتو نيوکې کولې، خو وروسته د قطر تر ټولو غښتلي رسنيز ځواک الجزيرې عربي او انگلیسي دواړو د اماراتو او اسراييلو پټې اړيکې بربنډې کړې او تور يې ولگاو، چې اماراتي چارواکو اسراييلو ته اجازه ورکړې، چې له ويزې پرته هم کولای شي، دغه هېواد ته ولاړ شي. الجزیره راپور ورکړی چې اماراتو اسراييلو ته په ابو ظبۍ کې د سفارت پرانيستلو اجازه ورکړې او غوښتنه يې کړې، چې بايد د اسراييلو او اماراتو ترمنځ د الوتکو مستقيم سفرونه پيل شي.

عربي اماراتو او سعودي عربستان په غبرگون کې د الجزيرې ټلويزيون عربي او انگلیسي دواړه کانالونه په خپلو هېوادونو کې تړلي.

په دې رسنیزې ناندرۍ کې مصر هم د قطر پر ضد له سعودي او اماراتو سره ولاړ دی او له قاهرې خپرېدونکې «الیوم السابع» ورځپاڼې ليکلي، چې د قطر د واکمنې کورنۍ لوړ پوړی غړی سعود بن ناصر آل ثاني، چې د واکمنۍ کورنۍ مخالف دی په لنډو ورځو کې به «له خليجي هېوادونو، يمن او مصر څخه د قطري چارواکو د ناسمو پاليسو له امله بښنه وغواړي.» ورځپاڼه وايي، سعود بن ناصر د ایران او قطر نژدې والی هم غندلی او وايي، چې «د ترهگرو مالي سرچینې د قطر په لاس کې دي.»

قطر په مصر کې د محمد مرسي منتخب حکومت ملاتړ کاوه. کله چې له عربي پسرلي وروسته د ۲۰۱۲ په ټاکنو کې د اخوان المسلمین نوماند محمد مرسي د مصر ولسمشر شو، قطر د مرسي له حکومت سره د ټولټال پنځه میلیاردو ډالرو په کچه مرسته اعلان کړه. سربېره پر دې د مرسي د واکمنۍ پرمهال قطر ژمنه کړې وه چې تر پنځو کلونو به مصر کې ۱۸میلیارده ډالر پانگونه کوي.

کله چې د مرسي حکومت د پوځي کودتا له لارې نسکور شو، قطر د اخوان المسلمین ډېرو هغو مشرانو ته سیاسي پناه ورکړه چې د سیسي حکومت له خوا مطلوب وو. د اخوان المسلمین له غړو سره د قطر دغه چال چلن مصر سره د اړیکو د خړپړتیا د لامل په توگه گڼل کېږي.

تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې د قطر رسنۍ په ځانگړې توگه الجزيرې خپل ټول غشي د اماراتو لوري ته سم کړي او د سعودي رسنيو له تورونو او نيوکو يې سترگې پټې کړي دي. د دې لامل شايد يو تکتيک وي او يا به هم قطر فکر کوي، چې د سعودي ولس کرکه د ځان پر ضد راپورته نه کړي، ځکه چې قطر پوهېږي، چې لا هم سعوديانو کې داسې خلک او ديني عالمان شته، چې د سعودي او قطر ترمنځ شخړې نه خوښوي.

د عربي چارو د افغان کارپوه، عزیز الرحمن له نظره، د قطر سیاست د خلیج د نورو دولتونو په تېره د سعودي په پرتله متفاوت دی. دی وايي، قطر د سعودي په پرتله تر یوه بریده د بیان ازادۍ ته ژمن دی او اسلامپالو او نورو ډلو ته یې هم په خپل حد کې ازادي ورکړې ده. همدا به دلیل هم وي چې د تاوتریخوالي له پېښو څخه یې ځان ساتلی.

د ښاغلي عزیزالرحمن په باور قطریان زغم لرونکي او د ستراتيژيک لید لرونکي خلک دي.

دی وايي: «د تېرې میاشت ریاض په سرمشریزه کې ټرمپ په څرگندو ټکو وویل چې قطر یې سټراتيژيک شریک دی. مصر هڅه کوي چې اخوان المسلمین د نړیوالو ترهگرو ډلو په لیست کې شامل شي او قطر بیا اخوانیانو سره نژدې اړیکې لري او ځینو مشرانو ته یې سیاسي پناه هم ورکړې ده».

د عربي چارو بل افغان کارپوه ولي الله شاهین وايي، د قطر او سعودي عربستان تر منځ اوسنۍ ستونزه د قنا یا QNA  خبري آژانس له هغه خبر وروسته پېښه شوه، چې د قطر د امیر تمیم له قوله یې د ایران په گټه خبر خپور کړ.

دی وايي قطر په رسمي ډول اعلان وکړ، چې قنا هک شوې وه؛ خو ځېنې رسنۍ دغه مسئله د اختلافاتو په نوم لا هم توده ساتي.

ښاغلی شاهین وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافات ژور نه دي او ځېنې بنسټیز مسائل چې سعودي او قطر پرې اختلافات لري لا هم پر ځای پاتې دي.

د هغه په باور د قطر او ایران تر منځ د نږدې والي ډير علایم هم نشته او په همدې کچه اړیکې ټول عربي هېوادونه له ایران سره لري.

د کودتا گواښ

په ورته وخت کې د سعودي د شاهي کورنۍ مشر لابيگر سلمان انصار واشنگټن کې د امريکايي رسنيو له لارې د قطر د واکمن پر ضد د کودتا گواښ کړی دی.

سلمان انصاري ليکلي، چې «تاسې د قطر چارواکو له ایران سره ملگرتيا پيل کړې، د حرمينو خادم ته مو سپکاوی کړی، نو زه تاسې ته یادونه کوم، چې د مصر محمد مرسي هم ورته کارونه کړي وو، چې له واکه گوښه کړای شو او ځای يې زندان شو.»

د خواله رسنيو گڼو فعالانو د انصاري دغه څرگندونې د قطري چارواکو پر ضد د کودتا گواښ بللی او دا گواښ يې يو ډول اعتراف بللی، چې مصر کې د محمد مرسي حکومت سعودي عربستان نسکور کړی دی.

له لندنه خپرېدونکې «ميډل ايسټ ای» ورځپاڼې ليکلي، چې «د سلمان انصار گواښ په مستقيمه توگه د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد آل ثاني ته دی.»

د اړیکو عادي کېدل

امريکايي ليکوال کريسټين کواټس اوريچشن هم واشنگټن پوسټ ته د يادې موضوع په اړه ليکلي، چې د ډونلډ ټرمپ، ایران او حماس په اړه د قطر د امير څرگندونې رښتيا وي که درواغ، خو د خليجي هېوادونو په گډون يې د امريکا د ولسمشر اندېښنې هم پارولي دي.

کواټس اوريچشن وايي، د شپږو خليجي هېوادونو ترمنځ دا تاوتريخوالي درې کاله وړاندې له درې مياشتنيو ناندريو وروسته يو ځل بيا راپورته شوي دي، چې عربي امارات او بحرين له سعودي عربستان سره ولاړ دي او عمان او تر یوه بریده کويت په دغه ناندرۍ کې ناپېيلي دي.

د ۲۰۱۴ په مارچ د خلیج  د همکارۍ ټولنې غړو هېوادونو له قطر وغوښتل چې په مصر کې د سیسي حکومت ومني، اخوان المسلمین سره اړیکې پرې کړي او د الجزیره ټلویزیون پرمټ د عربي پسرلي له لاریونونو ملاتړ ونه کړي. دغه مهال سعودي، اماراتو او بحرین خپل سفیران له قطر څخه وغوښتل. کوېټ او عمان هغه مهال د دې کړکیچ د اواري هڅې کولې.

کله چې قطر د مصر د کودتا په اړه د الجزیرې ځانگړې خپرونه بنده کړه او له دغه هېواده یې د اخوان المسلمین ځینې مشران ووېستل، له شاوخوا اتو میاشتو وروسته د کوېټ په منځگړیتوب سعودي، اماراتو او بحرین خپل سفیران بېرته قطر ته واستول. په ۲۰۱۵ کې قطر يمن ته د زرو سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه او خپلمنځي لانجې يې د «پخوا کيسې» بللې وې.

اوس چې قطر د دوو سترو خليجي هېوادونو له دښمنۍ سره مخ دی، يوازې عمان له سعودي سره دی او کويت تر خپله توانه د منځگړيتوب هڅه کوي، د قطر پاليسي اوس په دوو برخو کې مهمه بريښي:

لومړی: تېره مياشت د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د سعودي په کوربه‌توب د ترهگرۍ ضد غونډې له اغېزه ځان ساتل، چې ټرمپ او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په کې ایران د ترهگرۍ مرکز بللی و.

دويم: په ورته وخت کې قطر هڅه کوي، چې ایران سره نژدې شي، الجزيرې عربي او انگلیسي دواړو د ایران ولسمشريزې ټاکنې او ولسواکي وستايله، ایران د قطر خبريالانو ته ۳۹ ځانگړې ويزې ورکړې وې، چې  د ایران د ولسمشريزو ټاکنو پوښښ وکړي، په داسې حال کې د امريکا او سعودي په مشرۍ ناسته کې د الجزيرې يو خبريال هم نه و، همدارنگه قطر غواړي د لبنان حزب الله سره اړيکې غښتلې کړي او د حماس ملاتړ نور هم زيات کړي.

قطر او وسله‌والو سره اړیکې

يوه بله خبره، چې د سعودي او اسراييل يې اندېښمن کړي، هغه دا چې قطر يوه لور ته د حماس ملاتړ کوي، بل لور ته يې له ایران او سوريې سره په گډه ملگرو ملتونو کې د سرمنشي د مرستيالۍ لپاره د اسراييلو استازي داني دانو ته د باور رايه ورنه کړه. په داسې حال کې، چې د سعودي واکمنې کورنۍ واشنگټن کې خپل باوري استازي سلمان انصار ته دنده سپارلې، چې د رسنيو او مخامخ ناستو له لارې د اسراييلو په ذهن کې د سعودي چارواکو د ملگرتيا باور سم کړي. د انصاري په مشرۍ د سعودي قوي ډله دا لابي کوي، چې سعودي له اسراييلو سره دښمني نه کوي، د حماس پر ضد يې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی، سعودي فکر کوي، چې اسراييل به د عربي هېوادونو برخه شي او له سعودي سره به په گډه د ایران پر ضد جگړه وکړي.

سربېره پر دې په ۲۰۱۲ کې قطر د افغان سولې بهیر کې د یوه مهم لوبغاړي په توگه مطرح شو. وسله‌والو طالبانو له شاوخوا له لسو کلونو جگړې وروسته د سولې د خبرو اترو د پیل په پلمه په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست. طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو د سیاسي کمېسیون پخواني مشر طیب اغا له قطر څخه وړاندې په ۲۰۰۹ کې له سعودي څخه هم د دفتر غوښتنه کړې وه؛ خو داسې ښکاري چې سعودي له طالبانو داسې غوښتنې درلودې چې طالبانو ته د منلو نه وې. افغان سیاسي کارپوه وحید مژده بیا باور لري چې طالبانو ځکه سعودي کې سیاسي دفتر جوړ نه کړ، چې د سعودي استخبارات د پاکستان له ای ایس ایا سره نژدې اړیکې لري. طالبانو په ۲۰۱۲ کې په قطر کې خپل د سیاسي دفتر غړي ځای پر ځای کړل.

سعودي داسې انگېري چې قطر په عربي او اسلامي نړۍ کې د یوه مهم لوبغاړي په توگه مطرح کېږي. قطر په یوه ډول د سعودي واک او ځواک ننگوي. کله چې د ۲۰۱۴ په مۍ کې د قطر په منځگړیتوب طالبانو له امریکا سره د بندیانو تبادله وکړه، د طالبانو مشر او د امریکا ولسمشر د قطر له امیر څخه مننه وکړه.

د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال، د ۲۰۱۳ په اگسټ کې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سټراټيژيکو څېړنو مشر جرمي شبيرو ويلي و، چې قطر له «سرې کرښې اوښتی او بايد په درې دوسيو کې ښکېل کړای شي».

په دغو دوسيو کې لومړنۍ قطر کې د مزدورانو او بشري حقونو د سپکاوي موضوع وه، دويمه د ترهگرۍ د ملاتړ موضوع او درېيم دا چې له سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو سره يې پخوانۍ شخړې او لانجې يو ځل بيا راپورته کړای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون