سلايډ (فيچر) نظر

د «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کتاب نقد – ډاکټر ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

«ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» د قدرمن عبدالحي مطمین صیب د تازه چاپ شوي کتاب نوم دی. زه لکه گڼ نور افغان ځوانان د طالبانو له جوړښت، خوځښت، څرنگوالي او بلاخره کړنلارو سره نابلده یم، کېدای شي زه د گڼو نورو ځوانانو په پرتله یو څه زیات معلومات ځکه ولرم، چې په دا وروستیو کلونو کې چې گڼ کوم کتابونه د بهرنیانو لخوا لیکلی شوي، هغه مې لوستي دي. دارنگه په سیاسي بحثونو، د سولې په ناستو کې مو د طالب د جگړې د ډول په اړه گڼ اړخونه ارزولي یا اوریدلي دي، ولې لا هم موږ ته د طالبانو د جوړښت په اړه اول لاس معلومات اړین دي چې باید ویې لولو، له مطمین صیب یوه نړۍ مننه چې دا هڅه یې کړي ده.

د ښاغلي مطمین کتاب مې ډیر په بیړه تر لاسه کړ، تر سهاره ورته کیناستم، تر ۱۲۴ مخه مې ولوست، په سبا مې د پوهنتون کارونه ډیر ول، کتاب مې لنډ راسره کېښود، د جمعې په ورځ مې کتاب تمام کړ. کتاب ته زما تلوسه ځکه زیاته وه چې مطمین صیب د طالبانو د امارت د دورې ویاند پاتې شوی، نو کېدی شي د امارت د نویمو کلونو په اړه یې ډیرې ناویلې، نالیدلي را برسیره کړي وي، چې همداسې وه هم.

د کتاب د پښتۍ په څنډه لیکلی شوي «د طالبانو د ۲۳ کلن تاریخ مستنده ټولگه»، دې لیک مې تلوسه لا زیاته کړه، کوښښ مې نه کاوه چې کتاب څپرکی، څپرکی ولولم، اکثره کتابونه زه د څپرکو په بڼه ځکه لولم چې کوم معلومات مې چې په کار نه وي، یا را ته ارزښت نه لري، د وخت د کمښت له امله ورته ډېر پام نه کوم، خو د مطمین صیب کتاب مې له سریزې پیل کړ او بیا مې په ۳۷۸ مخ بس کړ، چې د کتاب وروستی مخ دی.

کتاب تر ۷۸ مخه پورې، تر ډیره د اصطلاحاتو، مفاهیمو یا تاریخ په شننه راڅرخي، چې زما له نظره ورته اړتیا نه وه، ځکه د کتاب په مخ د طالبانو د ۲۳ کلن تاریخ د ذکر تر څنگ، د مطمین صیب له نوم سره د ملا محمد عمر مجاهد «پخوانی ویاند» ذکر راغلی، نو کتاب باید د ملا محمد عمر د ژوند له ذکر سره (چې په ۷۱ مخ کې یې ذکر راغلی) پیل شوی وای یا هم د طالبانو د تحریک د پیل په وجودي فلسفه چې دا ذکر د کتاب په ۷۹ مخ کې شوی دی. کله چې لوستونکی د مطمین صیب نوم سره د «پخواني ویاند» وروستاړی لولي، توقع یې زیاته شي چې کتاب به د طالب مشرتابه او طالب غورځنگ په اړه ځانگړي او ناویلي بحثونه لري.  

له طالبانو مخکې افغانستان تر ډیره یو جوت تاریخ دی، گڼ کتابونه هم پرې په دا وروستیو کې لیکلی شوي، خو د طالبانو د امیر په ژوند، د هغه د کړنو په اړه، د هغه د لیډرشپ (مشرتابه) په نوعیت تر دې دمه چا څه نه دي لیکلي، زما تمه دا وه چې مطمین صیب به دې برخې ته ډیر پام کړی وي؛ خو داسې نه ده. کیدی شي په راتلونکي کې قدرمن مطمین صیب د طالبانو د مشرتابه په ژوند، د هغوی د دفتر د چارو په ډول، د غونډو په موضوعاتو کتابونه ولیکي چې دا به یې د افغان معاصر تاریخ په بډاینه کې لویه مرسته وي.

په دغه بڼه کتاب کې د ملا محمد عمر مجاهد د شخصیت، رهبرۍ او ورځنیو چارو په اړه لوستونکی داسې احساسوي چې لیکوال له مشرتابه سره دومره نژدې نه دی پاتې شوی، چې توقع کېږي. طالبانو ته ځینې نژدې سرچینې وايي چې ښاغلی مطمين د ملا محمد عمر ویاند نه و، بلکې مطمين صیب د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس و چې تر څنگ یې د مشرتابه دفتر له خوا وراستول شوي فرمانونه هم محلي راډیو او نورو رسنیو ته ورکول.

د کتاب په ۳۵مه پاڼه کې د غازي امان الله خان په اړه بې بنسټه، پرته له دې چې د تاریخ کومه حواله ورکړي، کوم سند وړاندې کړي، بیځایه لیکنه شوي (قاضي عبدالرحمان پغماني ورته شرعي حجاب د حکم په اړه قران کریم وغوړاوه، امان الله خان قرانکریم په لغته وواهه)، ما چې د افغانستان د تاریخ کتابونه تقریبا ټول لوستي، بهرني او د کورنیو لیکوالانو تاریخي شننې مې له سترگو تیري کړي، په هیڅ کتاب کې د داسې کومې پیښې ذکر نه دی راغلی، په پیل کې خو تر ۷۸مې پاڼې د لیکل شوي متن هیڅ اړتیا نه وه، بیا يې که لیکوال اړتیا لیدله، باید هره کرښه یې مستنده کړي وای، کتاب کې چې حوالې نه وي، د استناد ذکر نه وي، هغه کتاب لوستونکی بې باوره کوي، او لیکوال خام را پيژني.

په همدې پاڼو کې (۳۷) يې د جهادي تنظيمونو د ویش خبره کړې، حزب اسلامي يې درېیم ځواکمن حزب معرفي کړی، حال دا چې که د جهاد ټولې سوبې، جگړې ولوستلی شي، مستندې شي، تر ټولو غوښنه برخه په کې حزب اسلامي وه، د افغان جهاد په اړه ټول کتابونه چې لیکلی شوي، هغه که د گروموف کتاب دی، که د کشتمند خاطرات دي، که مایاروف، نبي عظمي، عمرزي، سټیو کول، احمد رشید یا هم کوم بل لیکوال لیکلی، همدا سند یې وړاندې کړی چې د افغان جهاد تر ټولو ځواکمن گوند د حزب اسلامي و، خو د کتاب په اوږدو کې لیکوال د حزب اسلامي سره د شخصي عناد یا د طالبانو او حزب تر منځ د تربگنۍ په پار، پرته له اسنادو لیکل کړي، چې دا پخپله د کتاب منځپانگه ډیره پیکه کوي.

په لیکوالۍ کې غرض ( Biasness) او تعصب (Prejudice) – (غرض او مخکې له مخکې قضاوت ) داسې ناروغۍ دي چې څېړونکی یا لیکوال تر اغیز لاندې راولي، ښه لیکوال قضاوت او پریکړه لوستونکي ته پریږدي، کوښښ کوي چې ځان بېطرفه او حقایقو ته تسلیم ثابت کړي.

کتاب کې ځینې تصویري جملې، یا برخې ډیرې خوندورې لیکلی شوي دي لکه په ۱۱۱مه پاڼه کې (موږ د  ملا خیرالله د سپینې ډاډسنې په باډۍ کې پر مهماتو برسېره ناست وو، پښې مو لاندې را ځوړندي کړې وې….) داسې تصویري جملې لوستونکی هڅوي چې کتاب له زړه ولولي، دارنگه د صحنو په جوړولو کې له لوستونکي سره مرسته کوي.

د کتاب یوه برخه تر ډېره د طالب مشرانو د جگړې په مهارت راڅرخي، چې دا د کتاب ښېگڼه ده، زما په څېر لوستونکي، چې طالب مشران یې نه دي لیدلي، مرسته کوي چې د هغوی له کړو وړو، د جگړې او مدیریت له بڼې ځان خبر کړي. د کتاب په (۱۱۷مخ) کې د ملا محمد عمر دا قول چې کوم ځای د ټوپک په زور ونیسئ، هلته بیا د ټوپک رویه مه کوئ، د طالب مشرانو د جگړې د اخلاقو ښه بیلگه را غبرگوي، خو بیا چې د ملا عمر په لاس د نادر جان د وژلو  «په دا سر د ویشتلو» ذکر کیږي، چې پرته له شرعي محکمې یې دا کار کړی و، لوستونکی تامل ته اړ کوي.

مطمین صیب چې د هلمند د جگړې گډونوال و، هغه برخه یې ډیره په خوند راخیستې، جزیات یې ډیر د پام وړ دي، داسې ښکاري لکه سړی چې فلم گوري، تاریخ یې تصویري کړی، که د کتاب ټولې برخې یې همداسې تصویري کړې وای، ډیر تمرکز یې په سترگو لیدلي حالت ته کړی وای ، لا زیات ښکلی کتاب به راغلی و. ځینې پېښې چې ښې تصویري شوې نه دي، شاید مطمین صیب به یې شاهد نه و. ما مطمین صیب نه دی لیدلی، خو اوریدلي مې دي چې لا ځوان دی، زما سپارښتنه او غوښتنه به ترې دا وي چې د امارت د مشرتابه د دفتر د چارو، د غونډو، د احکامو، فرامینو او له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو په جزیاتو لیکنې وکړي، اسناد وړاندې کړي، کوم څه چې دوی سره په قلمي نسخو کې موجود دي، هغه دې د تصویرونو په شکل د کتاب په منځ کې وړاندې کړي.

د کتاب زیاتره حقایق تا ویلي، ما ویلي، اوریدلي او اوازې راغلي، ډیرو کمو ځایونو کې يې په نومونو استناد کړی او بس. نوره کومه حواله یې نه ده ورکړي. کتاب تر پایه کومه قلمي، تصویري یا کتابي حواله نه لري، حتی ځینې حوالې چې را اخیستي، هغه یې هم بیرته ټایپ کړي لکه د قیوم ذاکر صیب د بیعت لیک.

د طالبانو د امیر د بیعت بحث یې ډير ښکلی را اخیستی، د گڼو مشهورو علماو د نومونو ذکر دا برخه لا پیاوړي کړي چې د راتلونکي د پاره ترې ښه سند جوړیدای شي. د نجیب د مرگ کیسه یې هم ښه روښانه کړي، کاش چې په دې برخه کې یې لا نور اسناد وړاندې کړي وای، په لیکلي بڼه که څه وو یا هم د مشورو د وخت، ځای او کسانو ذکر، خو بیا هم، د دې برخې په لوستلو گڼ هغه افواهات او کیسې یو څه ځوابیږي چې د نجیب د مرگ دلیل څه و او چا وواژه.

د شمال د باغونو سوځیدلې بڼه ما خپله لیدلي وه، کله به چې له ملگرو سره د شمال ته د تگ پروگرام جوړ شو، په لوی لاس به ترې پاتې کیدم ځکه د باغونو توره، سوځیدلې بڼه مې نشوای لیدلی. په دې برخه کې د طالبانو د اختلافاتو، د بحثونو را برسیره کول د مطمین صیب د کتاب یوه بریالۍ هڅه ده. د ترکمنستان د گازو د نللیکي موضوع یو بل بحث دی چې مطمین صیب په ډیره ښه توگه روښانه کړی دی، د ترکمنستان د ولسمشر درې بحثونه ( ۱۸۲پاڼه ـ ۱۸۳) کې د غونډې جزیات ډیر په زړه پورې معلومات دي، چې ما په مختلفو بڼو اوریدلي و، خو لوستلي مې نه وو. په دې برخه کې، کېدی شوای ځینې تصویرونه ځای پر ځای شوي وای، دا به لا زیاته ښکلي شوي وه، لکه یو انځور د متوکل صیب او د ترکمنستان د پلاوی ترمنځ چې تېر کال د ټاپي د پروژې د کار پیل پر مهال خواله رسنیو کې خپور شو.

د شمال د جگړو بحث ډیر اجمالي راغلی، په دې برخه کې باید طالب مشران کتابونه ولیکي، څنگه دوی جگړه وکړه؟ د جگړې او جوړ جاړیو جزیات؟ هلته د پاتې کیدو جزیات؟ طالب لیکو کې د تاجکو، هزاره ، پنجاپیو، ازبکو، عربو، لویدیځوالو او گڼو نورو جنگیالیو د شتون بحث؟ د مطمین صیب بحث همدې جزیاتو ته لار پرانیزي چې یو څه ذکر یې په کې کړی، خو کفایت نه کوي.

د ملا عمر او د نصیر الله بابر ترمنځ د ډیورند د کرښې په سر بحث شوی که نه؟ زه نه پوهیږم، عبدالسلام ضعیف صیب یو ځل ویلي و چې درې ځلې د پاکستان چارواکو له دوی د ډیورند د رسمیت پیژندنې غوښتنې کړي وې، په دې اړه مطمین صیب پخپل کتاب کې هیڅ کوم بحث نه دی کړی. نه پوهېږم په دې اړه به یې معلومات کافي نه و که نور کوم عذر به یې و. که د ملا عمر صیب د دفتر داسې اسناد له کوم طالب چارواکي سره موجود وي، هغه باید را برسیره شي، کم تر کمه وساتلی شي، له ولس سره شریک شي، تر څو د پاکستان د لوبې شوم اهداف مستند شي. په دې برخه کې مطمین صیب کولای شي په راتلونکو لیکنو او کتابونو کې ښه کافي تحقیق وکړي او کتاب پرې ولیکي.

د ۲۲۵مخ کې له چین سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ـ  بحث چې د طالبانو او چینیانو ترمنځ د خبرو اترو په محور را څرخي ډیر جالب دی، په دې برخه کې هم کیدای شي لازیات تحقیق وشي، او دا بحث لا نور غني شي. له هندوستانه د الوتکې د تښتولو پېښه په ډېر ښکلی انداز وړاندې شوې، مطمین صیب په دې برخه کې ښکلي مستندې خبرې  را اخیستي چې د راتلونکې د پاره دا بحث تکمیلوي، د لوستونکي په توگه مې دا برخه ډیره جالبه پیدا کړه.

د بودا بوتان چا او څنگه مات کړل، په دې برخه کې هم مطمین صیب په پوره تفصیل د هغو ټولو غونډو او ملاقاتونو ذکر کړی چې په کندهار کې د ملا محمد عمر صیب په دفتر کې ترسره شوي ول، چې دا هم د مطمین صیب د کتاب د بریالیو هڅو په زړه پورې بیلگه ده.

د قومندان عبدالحق ( ۲۸۲ څخه تر ۲۹۶ پورې ) د نیولو او وژلو بحث ډیر په زور او زیر را اخیستل شوی دی، په دې برخه کې داسې ښکاري چې مطمین صیب ښه ځان ډاډه کړی او له گڼو کسانو سره یې خبرې کړې چې دا بحث یې ښه تکمیل کړی او د عبدالحق د وژنې کیسه تکمیلوي چې په تاریخې لحاظ کېدای شي د همدې کتاب پر مټ مستنده شي.

پر دې ټولو سربېره، په دې کتاب کې داسې بحثونه هم راسپړل شوي چې اول یې په کره والي شک کېدای شي او که کره هم وي، شاید لوستونکی یې نامناسبه وگڼي. د ضعیف صیب د نیولو ذکر چې څومره لنډ را اخیستل شوی وای، هومره ښه و، ځکه هغه خپله په خپل کتاب کې د دې ذکر په تفصیل کړی دی، تر هغه دا بحث مطمین صیب ښه نه شي بیانولی. د ضعیف صیب او راتب صیب تر منځ د اړیکو بحث بیخي بې ځایه او له غرضه ډک ښکاري، چې کیدی شي د مطمین صیب او ضعیف صیب ترمنځ د خفگان او خوابدۍ سبب هم گرځیدلی وی، په کتاب کې د داسې شخصي، بې ځایه بحثونو ذکر لکه په غزل کې قافیي یا د ردیف بدرنگه کول او بدلولو په مانا ده چې د غزل هندسي جوړښت ته تاوان رسوي.

دارنگه د مولوي نصرالله منصور صیب او انجینر حکمتیار صیب ترمنځ بحث هم بیخي اضافه او د کتاب له محتوا څخه بهر دی، ځکه لیکوال د طالب مشر د «ویاند» له ادرسه لیکل کوي او د طالبانو د ۲۳ کلنې دورې د ذکر ټټر د کتاب په پښتۍ وهلی نو ټول هغه بحثونه چې له دې محتوا بهر دي، یو ډول مغرضانه، بې ځایه ښکاري چې د کتاب منځپانگه یې بدرنگه او تته کړي ده.

په کتاب کې ځای، ځای د نوم د نه اخیستو سره‎، سره ځینې خبرې د گڼو کسانو د شخصي ژوند پورې تړلې راغلي، چې د کتاب استناد ته یې سخته ضربه رسولي. ځینې بحثونه زموږ په عامو بنډارونو کې شاید خوله په خوله شي، خو کتاب کې د پېښو راوړل ځینې اصول لري. د مثال په ډول په ۳۲۴ او ۳۲۵ مخ کې د ارسلا رحماني صیب په اړه بحث چې له تا مې اوریدلي او له بل مې اوریدلي راغلي، داسې لیکل د لیکوال د استناد ژبه کمزوري کوي، د لیکلو تقدس یې تر سوال لاندې راولي.

شپږم څپرکی چې د کتاب وروستی څپرکی دی، ډیر ښکلی پیل شوی، د طالب مقاومت وروستی بحث په کې ښه را اخیستل شوی، په ځانگړې توگه د عام وژنو، د ښوونځیو د سوځولو او نورو ستونزو په اړه چې د طالبانو په لیکو کې تر سترگو کیږي. خو ځای ځای داسې ښکاري چې مطمین صیب د طالبانو له وروستي سیاسي او د جگړې له ډگره لرې پاتې شوی. گڼ موارد یې لکه د پېښو څارونکی د تبصرو بڼه لري، ځینې برخې یې تکراري دي، یا دا چې معلومات یې کافي نه و، یا هم د غرض له مخې په کې کمښت او زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د قطر دفتر سره له ټولو خنډونو د طالب غورځنگ يوه ښه هڅه گڼلی کېږي چې د خپل غورځنگ بهرنۍ اړیکې یې د پاکستان له اغېز تر یوه بریده وژغورلې. قطر دفتر افغان سولې ته د رسېدو لپاره هم هیلې راوټوکولې، ځکه د افغانانو د سولې خبرو لپاره یو خوندي چېنل جوړ شو. خو مطمين صیب د طالبانو د قطر دفتر موضوع په سمه توگه نه ده وړاندې کړې، معلومات یې بیخي په افواهاتو او غرض ولاړ دي. احمد رشید پخپل کتاب «پاکستان د گړنگ پر غاړه» کې –چې ما ژباړلی- له طالبانو سره د سولې د خبرو، قطر او بیا المان ته د طالبانو د هغه وخت سیاسي کمېسیون مشر، سید طیب اغا تگ، هلته مذاکرات، د قطریانو منځگړیتوب، د قطر د فتر د پرانیستې په اړه کافي زیات مستند معلومات وړاندې کړي. «پاکستان د گړنگ پر غاړه» کې راغلي چې طالب استازي قطر ته په ۲۰۱۲ کې تللي وو او طیب اغا له ۲۰۰۹ کال څخه دا لړۍ پیل کړې وه. ملا محمد عمر د ښاغلي مطمين د کتاب له مخې د ۲۰۱۳ په اپرېل کې وفات شوی و. یعنې د دفتر ټول جریان کې ژوندی و؛ خو مطمين صیب لیکلي چې ملا محمد عمر تر ۲۰۱۲ له هر څه ناخبره و چې منطق یې نه شي منلی. که رښتیا هم دا ټوله پروسه د ملا عمر صیب په ناخبرۍ کې پرمخ تللې وه، دا بیا د طالب غورځنگ د اداري نظام کمزوري او گډوډي ښيي. مطمین صیب کېدی شي دغه ټول حقایق د غرض پر بنسټ له پامه غورځولي وي، په لوی لاس یې هر څه په طیب اغا او عبدالسلام ضعیف ورتپلي او د قطر دفتر د کمزوري ښکاره کولو ناکامه هڅه یې کړې ده.

کتاب په لوستلو ارزي، د کتاب بیاځلي چاپ کې باید ځینې کلماتي، د جملو د جوړښت او د پیغام د روښانه کولو په پار پراخې لاسوهنې وشي، تر څو کتاب لا زیات ښکلی، روان او گټور شي. زه مطمین صیب ته د دې بریالۍ هڅې مبارکي وایم، د متعال ذات څخه ورته د لا زیات توفیق غوښتونکی یم چې د گران وطن، مظلومو افغانانو د تاریخي درسونو لړۍ ته ادامه ورکړي او گڼ پټ حقایق په رښتینولۍ رابرسیره کړي.

یا رب توفیق!

 

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندونې

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • السلام علیکم ورحمت لله
    ډاکټر صاحب فیض محمد ځلاند ته
    الله تعالی دی ډیر ژوند درکړی یقینا ستاسو تبصری او مرکي د هیواد پر روان وضعیت د ستایلو وړ دي ځکه ډیر لیکوالان او څیړونکي د یرغلګرو لپاره تبلیغات کوي او د اسلام د سپیڅلی نظام په ځای د ډیموکراسې پلویان دي په دغه راز حالاتو کي د ډاکټر صاحب وجود د یو نعمت نه کم نده
    البته د مطمئن صاحب د کتاب د او پر هغه ستاسو د نقد په حواله ووایم چي د مطمئن صاحب کتاب له ډیره وخته یوه سوچه ‘ کره له معلوماتو برخمنه لاس ته راوړنه ده اسلامي امارت ډیر علمي کدرونه له لاسه ورکړي دا یو ستر واقعیت ده چي مطمئن صاحب د اسلامي امارت رسمي ویاند پاتي شوي او د هجرت د ناخوالو او اقتصادی مشکلاتو سره سره یي خپله قلمي جهادي ونډه ضائع نکړه او نور ملګري یی هم و هڅول چي یو څه ولیکي پاتی شو ستاسو اعتراضات ما ولوستل اکثره هغه څه دي چي د اسلامي امارت کابل میشتي ملګري چي طالبان ډیر اعتراضات ورباندی لری او اکثره کړني او خوځښتونه یي خود سرانه دي شاهد د مطمئن صاحب کتاب هغوي ښه نکړي بدرګه او ځیني فرهنګی ملګری چي د معاش له امله واقعیتونه نشي لیکلاي هغوي دغه ستر ویاړ په له لاسه ورکولو خفه کیږي
    او ځیني امارت کي دننه کړي چي غواړي خپل هغه اعمال چي د اسلامي امارت په سپین بیرغ یي داغونه جوړ کړي و و امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمت لله ته منسوب کړي مطمئن صاحب هڅه کړي چي د واقعیتونو په لیکلو د امیرالمؤمنین سپیځلتیا ښوولي
    پاتي شو نیمګړتیاوی هر کتاب لری یوازي قرانکریم د چي له هر راز نیمګړتیاو پاک ده
    بهر حال زموږ فعلي تشه د غه کتاب ډکه کړي له الله تعالی څخه توفیق ورته غواړو چي په راتلونکي نوره سعیه وکړي او هغه واقعیتونه ولیکي چي ملت او طالبان ورته په طمع دي
    او ډاکټر صاحب ته مي دغه مشوره د چي جامع فکر وساتي او د اشخاصو شخصي نظریاتو باندی خپل کره والي تر سوال لاندی را نولي
    په درنښت احرار شملزئ

    • احراره وروره ته به خود د مطمین د کتاب او په هغه کې د لیکل شويو ناپړیتو دفاع کوئ چی تاسو د مرحوم ملا محمد حسین مستسعد رحمه الله د تاریخ هغه مهمه پانګه چی د اسلامی امارت د تاریخ لیکلو په اړه یی جمع کړی وه وښاغلی مطمین ته د پیسو په مقابل کې ورکړه او زما معلومات دا دی چی د کتاب نیم عواید یی تاسو ته منلي دي.

  • السلام علیکم ورحمت لله
    که حقیقت ووایو د مطمئن صاحب کتاب غټه لاس ته راوړنه د ځکه هیڅ شي مو د مأخذ او یا مدرک په حیث نه درلودی
    او د ډاکټر صیب نقد هم ډیر بیځایه نده مطمئن صیب دی دوهم ایډیشن ته اپډیټ کړی که کوم ځای د حوالي ضرورت وي باید مشخص یی کړي ځیني اسرار نور هم باید وسپړي
    او داچي د مطمئن صیب په وروستاړي اعتراض شوي دا حقیقت نلري مطمئن صیب واقعا د امیرالمؤمنین ویاند و او نړیوالي رسنۍ یي هم پدغه نامه پیژني
    مننه
    ډاکټر احرار

  • سلامونه ډاکټر ځلاند زه دا وخت د عبدالحې مطمېن کتاب مطالعه کوم او ستاسې تبصره ډېره خونده وره ده. ستاسۍ سره په دی موافق ېم چی دافغانستان د تارېخ پرځاې مطمېن زېات وخت طالبانو ته ورکړی وۍ. ځنې ځاېونوکۍدژبۍاستعمال کۍ بۍ احتیاطۍ شوۍ ده

  • تراوسه می داکتاب کتلی نه دی کچیری داپه الیکټرونیکی بڼه نیټ ته پورته سی دډیروخلګوداستفادی وړبه وګرځی پاته سوستانقدنوځکه دتبصری څخه ډډه کوم چی مطالعه کړی می ندی.حجت الله برهان

وروستي

زېرمتون