سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امريکا وايي افغان کړکېچ یوازې د خبرو له لارې اوارېدی شي

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يو ځل بيا ټينگار کړی، چې د افغانستان د يوې نيمې لسیزې جگړې د پوځي عملياتو پر ځای د خبرو اترو له لارې اوارېدای شي.

امريکا له پاکستانه هم غوښتي، چې افغان سوله کې خپل رول ولوبوي او په رښتينې توگه افغانستان کې د روانې جگړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند هيتر ناووټ د اټلانټک شوار يوې ناستې وويل، چې افغان کړکېچ د جگړې او پوځي عملياتو له لارې نه شي گټل کېدای، بلکې د دې لپاره يې د اواري يوازينۍ لاره له مخالفينو سره خبرې اترې بللي دي.

يوه امریکايي خبریال پوښتنه وکړه، چې ايا پاکستان اوس هم د ترهگرو ملاتړ کوي او خپله خاوره افغانستان کې د امريکايي او افغان ځواکونو پر ضد کاروي؟ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند پر پاکستان تور ونه لگاو، خو ټينگار يې وکړ، چې پاکستان دې په رښتينې توگه افغان سوله کې خپل رول ادا کړي.

هيتر ناووټ وويل، چې امريکا او افغان حکوت له اوږدې مودې راهيسې په جگړه کې ښکېل دي، دوی پوهېږي، چې افغان کړکېچ د پوځي عملياتو له لارې نه شي اوارېدای او د دې لپاره يې يوازينی حل سوله‌ييز مذاکرات بللي دي.

امریکايي چارواکو په داسې حال کې يو ځل بيا له مخالفينو سره د سوله‌ييزو مذاکراتو غوښتنه کړې، چې تېره اوونۍ افغان حکومت «کابل بهیر» نړيواله غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې بهیر سره يو ځای شي او د حکومت اوسنی وړانديز يې وروستی چانس وباله.

وړمه ورځ د قزاقستان پلازمېنې استانه کې د شانگهای سازمان په غونډه کې هم ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د سولې په گډون د دوو اړخيزو اړيکو د بیا پيلولو هوکړه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له پاکستان سره د نوو اړيکو د پيلولو له امله به د سولې به برخه کې پرمختگ وشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون