اسلام سلايډ (فيچر)

په مسکو کې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیستل شو

په مسکو کې د اروپا تر ټولو ستر جومات

نړۍ خبر (پنجشنبې 30-06-2016)

د روسيې په پلازمېنه مسکو کې هغه ستر مسجد پرانستل شو چې ويل کېږي په اروپا کې به تر ټولو ستر مسجد وي.

دغه مسجد نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو ولسمشرانو پکې ګډون کړی و د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له خوا پرانستل شو، په دغو مراسمو کې د قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سربېره د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان او د فلسطين مشر محمود عباس ګډون کړی و.

دغه مسجد چې له نن نه څه باندې سل کاله وړاندې (۱۹۰۴ ميلادي کال) د يو مسلمان سوداګر صالح اورزين له لورې په څلور زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی و، په دې وروستيو کې يې د ډېرو ورښتونو له امله دېوالونه زاړه او وداني يې له کاره لوېدلې وه، له همدې امله نژدې لس کاله وړاندې د ځايي اوسېدونکو مسلمانانو له لورې يې زړه وداني ړنګه او په نوي بڼه يې د بيا رغونې چارې پيل شوې چې دا دی نن د عرفې د ورځې سره سم يې کار بشپړ او د پنځه وخته لمونځونو لپاره جوګه شو.

پر دغه مسجد چې د شوروي اتحاد په زمانه کې په ټول مسکو کې يوازنی مسجد و چې لمونځونه پکې کېدل، ۱۷۰ ميليونه امريکايي ډالر لګښت شوی چې څه باندې يو ميليون ډالر يې د روسيې د اتحاديې غړي سليمان کريموف له لورې ورکړل شوي دي او پاتې لګښت يې د عامو مسلمانانو له لورې ورکړل شوی دی.

له اوسنۍ پراختيا سره د نوموړي مسجد مسافت له څلور زره څخه ۱۹ زره متره مربع ته ورسېد چې په يو وخت پکې لس زره مسلمانان لمونځ ادا کوي، دغه مسجد شپږ پوړونه لري چې د نارينه او ښځينه وو لپاره د لمانځه جلا  ځايونو برسېره د کانفرنسونو او نندارتونو څو تالارونه هم لري.

د دغه مسجد د ډېزاين او نقش کارۍ چارې د ترکي او فلسطيني انجنرانو له لورې تر سره شوي او اسلامي ثقافت ته پکې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

ټگونه
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون