اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د افغانستان او هند ترمنځ د چټکې سوداگرۍ لپاره ځانگړې الوتنې پیلیږي

سبا یکشنبه د افغانستان او هند تر منځ د سوداگریزو توکو د چټک لیږد په موخه د ځانگړو الوتنو لړۍ پیلیږي.

کابل کې د هند سفیر او د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وايي، دغه لړۍ د ولسمشر غني او د هند لومړي وزير نریندرا مودي د هغې هوکړې له مخې پیلیږي، چې په ۲۰۱۶  کې یې کړې وه.

د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند گوپال بگلاو رسنیو ته ویلي، د افغانستان او هند تر منځ ځکه د الوتکو له لارې د سوداگریزو توکو لیږد پيلیږي، چې پر ځمکه ټرانزیټې ستونزې ډيرې شوې وې.

هغه ویلي: « د هوايي دهلیز د جوړېدو نظر د ځمکني ټرانزیټ پر وړاندې د پرتو ستونزو له امله رامنځته شوی.»

د افغانستان او پاکستان او پاکستان او هند تر منځ ټرانزیټي ستونزې له کلونو راهیسې کله زیاتې او کله کمې وي؛ خو د دې لپاره چې هند او افغانستان بدیله لار ولري د ځانگړي هوايي دهلیز رامنځ ته کیدل غوره شوي دي.

که څه هم پاکستان هند ته د افغانستان د سوداگریزو توکو لیږد محدود کړی؛ خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سوداگریزې الوتکې به د ملکي کارگو د نړیوال سټنډرډ سره سمې د پاکستان له فضا څخه تیریږي.

ټاکل شوې سبا ته لومړنۍ الوتکه له نوي ډهلي څخه کابل ته ځېنې سوداگریز توکي ولیږدوي.

د کارگو په ټراسپورټ سره به افغانستان وتوانیږي چې په چټکه توگه له هند سره د توکو راکړه ورکړ وکړي.

تر اوسه دا نه ده کره شوې، چې په نوي هوايي دهلیز کې به په څومره وخت کې یوه الوتنه کیږي؛ خو اټکل دا دی چې په لومړیو وختونو کې به په دوو اونیو یا میاشت کې یوه الوتنه  کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون