سيمه، عرب او نړۍ

سعودي او مصر د خلیج وروستي کړکېچ کې د حامد کرزي ملاتړ غوښتی

کابل کې د مصر سفير محب نصر او  د سعودي شارزدافېر ميشاري الحربي له مخکيني ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي او له هغه يې د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ کې د قطر پر ضد د سعودي، اماراتو او مصر د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د حامد کرزی له دفتره په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي، چې مخکيني ولسمشر د مصر او سعودي ډيپلومانو له لوري له قطر سره د پرېکون په اړه ټولې خبرې واورېدلې او يادو ډيپلوماټانو له ښاغلي کرزي هم وغوښتل، چې د قطر پر ضد د سعودي او مصر ننگه وکړي.

اعلاميه زياتوي، مخکيني ولسمشر د سعودي او مصر له ډيپلوماټانو وغوښتل، چې «ټول بايد په گډه د اسلامي نړۍ د يووالي لپاره هڅه وکړو»

حامد کرزي ويلي، چې د ترهگرۍ او سخت دريځۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو يووالی اړين دی.

مخکيني ولسمشر د سعودي او مصر استازو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي هېوادونو د يووالي او اتحاد لپاره تل هڅې کوي او په دې اړه به سستي ونه کړي.

د روان جون له پيله د خليجي دولتونو تر منځ راپورته شوی کړکېچ ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی. سعودي، متحده عربي امارات، بحرین او مصر قطر د ترهگرۍ په ملاتړ تورنوي، خو قطر وايي لگېدلي تورونه بې بنسټه دي او بايد ياد دولتونه يې د کره والي لپاره ثبوتونه وړاندې کړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شیخ عبدالرحمن آل ثاني وايي، چې ځينې گاونډيو هېوادونو پر قطر «د تورنو او درواغو» لړۍ پيل کړې او هڅه کوي، چې له دې لارې په خليجي هېوادونو کې خپله واکمني ټيڼگه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

وروستي

زېرمتون