اقتصاد او سوداگري خبر

افغانستان ته د پاکستان صادرات یو پر څلور لوېدلي

وروسته له هغې چې د تېر کال پر تورخم د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښتې وشوې، تورخم دروازه څو ځلې تړل شوې. همداراز په چمن کې هم د افغانستان او پاکستان د «دوستۍ» دروازه د ترافیک او سوداگرو پرمخ څو ځلې وتړل شوه.

د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په لومړي ځل منلې چې له افغانستان سره د سوداگریزو لارو د تړل کېدو له امله یې افغانستان ته صادرات کم شوي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته پاکستاني صادرات تر ټولو لوړې کچې (۲.۴ میلیارده ډالرو) ته رسېدلي وو. په راوروسته دوو کلونو کې دغه کچه دوه میلیارده وساتل شوه.

له ۲۰۱۳ راهیسې د پاکستان صادرات په مسلسل ډول کال په کال کمېږي. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۱.۴۳ میلیارده ډالر حساب شوي.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د پاکستان صادرات افغانستان ته ۳۶۲ میلیونه ډالر حساب شوي. که همدا شمېره پاتې شي، نو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې به افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه یو میلیارد ډالر شي.

د دې پرخلاف، پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۲۶سلنه لوړه شوې ده. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۳۲۳ میلیونه ډالره وه چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې ۴۰۹ میلیونه ډالرو ته پورته شوي.

دا راپور په زړه پورې ټکي ښيي چې د تورخم او چمن بندرونو بندښت نه یوازې دا چې د افغانستان پر اقتصاد يي ناوړه اغېز نه دی کړی بلکې ښيي چې پاکستان د افغانستان بازار له لاسه ورکړی. پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د ستونزو له زیاتېدو سره افغان سوداگرو ایران ته مخه کړې ده. په عمومي ډول د پاکستان په پرتله د ایراني توکو له کیفیت څخه هم خلک خوشاله دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون