سلايډ (فيچر) سياست

د افغانستان ژغورنې ایتلاف؛ ناکامه او تکراري تجربه

د جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش ملي گوندونو له لوري د افغانستان ژغورنې په نوم نوی سیاسي ایتلاف د غبرگونونو تر څنگ اندیښنې هم زیږولي. ځېنې وايي، دغه ایتلاف د حکومت له منځه د حکومت پر ضد گام دی او ځېنې نور یې بیا ناکامه او تکراري تجربه بولي.

د ولسي جرگې یو شمېر غړي او سیاسي شنونکي‌ وايي، د دریو گوندونو له لوري رامنځ ته شوی ایتلاف به لنډمهاله وي او له اساسي قانون سره یې هم ځکه په ټکر کې بولي، چې له حکومتي څوکۍ د حکومت پر ضد غږ اوچتول قانوني کار نه دی.

درې ورځې وړاندې ترکیه کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطامحمد نور د افغانستان د ژغورنې په نوم نوی سیاسي ایتلاف اعلان کړ، چې ډیرې نیوکې یې پر حکومت وې له دوی سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور سیاستوال هم ملگري و.

د ولسي جرگې غړی حاجي صالح محمد صالح وايي، دغه ایتلاف د افغانستان په خیر نه دی، ځکه د شخصي گټو پر بنسټ سره را ټول شوي افراد دي.

صالح نړۍنیوز ته وویل: «دا ایتلاف د افغانستان په خیر نه دی، او ښايي لنډمهاله وي بله خبره دا ده چې کوم کسان په نوي ایتلاف کې را ټول شوي دوی په خپله د حکومت برخه دي که حکومت ناکام وي دوی باید په اړه ځواب ووايي.»

هغه همداراز زیاتوي، دغه ډول ایتلافونه په افغانستان کې تجربه شوي او ناکام دي او قومي او ژبني تعصب ته هم له همداسې لارو لمن وهل کیږي.

د ولسي جرگې غړې ارین یون وايي،  نوی ایتلاف د هغه درې گوندونو له لوري جوړه شوې ډلگۍ ده چې شخصي گټې یې په خطر کې شوې دي او یا غواړي زیات واک تر لاسه کړي.

آغلې یون د شنبې په ورځ د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل، د ایتلاف غړي باید لومړی له حکومتي څوکیو استعفا وکړي او بیا پر حکومت نیوکه وکړي، او له دې پرته دا کار د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د ولسي جرگې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي هم دغه ایتلاف د قانون خلاف وباله او په وینا یې د دغه ایتلاف له لوري کابل کې د لاریونونو تنظیم هم د اساسي قانون خلاف عمل دی.

په ۲۰۱۳ کال کې هم همدې او یو شمېر نورو گوندونو د ټاکنیز اتحاد په نوم یو بله ډله هم جوړه کړې وه؛ خو دغه ډله وروسته سره وپاشل شوه او ان غړیو یو بل ته سیاسي پېغورونه هم ورکول.

په ټاکنیز اتحاد کې اوسنی اجرایه رییس عبدالله عبدالله، جنرال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، محمد محقق، امرالله صالح او گڼ نور کسان شامل و، چې له ادرسه یې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرید؛ خو نور غړي یې بیا له نورو نوماندانو سره ولاړل.

عطامحمد نور څو میاشتې وړاندې له ولسمشر غني سره هم د یوې معاملې خبرې روانې کړې وې؛ خو دغه خبرې وروسته تر هغه په بشپړ ډول ناکامې شوې چې د جمعیت گوند مشرانو پر ولسمشر غني بې باوري وښوده.

پر خواله رسنیو کې هم د افغانستان ژغورنې ایتلاف غبرگونه پارولي، او د ټولو مشترکه نیوکه دا ده چې د افغانستان ژغورنې ایتلاف غړي په خپله د حکومت برخه دي نو څنگه پر حکومت نیوکه کولی شي.

د مختار محب په نوم یو هزاره توکمه کس لیکلي، چې په نوي ایتلاف کې را ټول شوي کسان د افغانستان د ستونزو زیږنده دي او که دوی نه وي افغانستان به نسبي خوندي شي.

د ارشاد رغاند په نوم د فیسبوک یوه بل فعال لیکلي: «د کابل واک له ترکيې څخه غواړي، دوی فکرکوي چې افغانستان اوس هم د ۲۰۰۱ په حالت کې دی.»

د ارگ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي بیا وايي، د نوي ایتلاف کسان باید مسوولانه چلند وکړي او دوی په خپله د حکومت برخه دي نو که حکومت نیمگړتیا لري دوی یې هم مسوول دي.

خو د نوي ایتلاف ویاند په دې نظر دی، چې دوی کولی شي هم پر حکومت فشار راوړي او هم له روان کړکیچه د وتلو لپاره حل لارې وړاندې کړي.

د جنرال دوستم د گوند، جنبش ملي ویاند، بشیر احمد ته ینج رسنیو ته ویلي، په ایتلاف کې را ټول کسان د ملي گټو پر بنسټ سره را ټول شوي او موخه یې له روان کړکیچه د افغانستان ایستل دي.

خو یو بل سیاسي کارپوه بشیر بېژن وايي، دغه نوی ایتلاف د حکومت د ناسمو سیاستونو پایله ده.

هغه زیاتوي، که د ولسمشر غني کورنی سیاست سم وای دا ایتلاف نه رامنځ ته کېده نو ځکه په اوسنیو حالاتو کې دا ایتلاف یوه اړتیا ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون