راپور سلايډ (فيچر) سياست

د افغانستان اوبه: روحاني ولې اندېښمن دی؟

حسن روحاني د افغانستان د اوبو له مدیریته ولې اندېښمن دی؟

افغانستان هر کال ۷۵ میلیارده متره مکعبه اوبه تولیدوي، چې ۵۷ ملیارده متره مکعبه اوبه یې د ځمکې د سطحې او ۱۸ ملیارده متره مکعبه د ځمکې له لاندې سرچینو دي.

دا مهال افغانستان د اوبو د کمښت له جدي گواښ سره مخ دی؛ خو د اوبو ناسالم مدیریت دغه گواښ نور هم جدي کړی او په تېرو نږدې څلویښت کلونو کې د اوبو لپاره هیڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

اوس هم نیوکه دا ده چې د ملي یووالي حکومت د اوبو لومړیتوب شعارونه خیالي دي او د اوبو د مدیریت لپاره هغسې عملي اقدامات چې اړتیا ده نه دي شوي.

د پلازمېنې په ډيرو برخو کې دا مهال اوبه وچې شوې او د لسو کلونو وړاندې په پرتله پنځلس متره ژورې شوې دي او په هغو ولایتونو کې هم د اوبو کمښت حس کیږي چې روان سیندونه په کې بهیږي.

خو د دې ترڅنگ افغانستان تر دوه ویشت ملیارده متره معکبه اوبه هر کال پاکستان او تر دې یو څه لږه اندازه ایران ته په وړیا ډول ورکوي.

له ایران سره گډې اوبه

افغانستان له ایران سره د اوبو په برخه کې یوازینۍ ثابته هوکړه لري، چې په ۱۹۷۳ کال کې لاسلیک شوې ده؛ خو د تړون په رڼا کې افغانستان خپلې نیمايي اوبه هم نه کاروي او هغه هم ایران ته ځي.

په تېرو پنځلسو کلونو کې سلما بند یوزاینۍ بېلگه ده، چې بشپړه شوې پروژه بلل کیږي او د۶۴۰ میلونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو تر څنگ اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

ایران پر سلما بند هم اعتراض لري او د اعتراض بنسټ یې دا دی چې دا بند پر گډو اوبو جوړ شوی؛ خو سلما بند له ایران سره تر پولې ۳۰۰ کیلومتره واټن لري، نو ځکه دغه بند ته پر گډو اوبو جوړ شوی بند ویل هم د نړیوالو اصولو خلاف خبره ده، ځکه پر گډو اوبو بند له سلو تر یو نیم سل کیلو مترو پورې نه شي جوړیدلی.

د ۱۹۷۳ تړون له مخې ایران ته باید په هره ثانیه کې دوه ویشت متره مکعبه د هلمند سیند اوبه په قانوني او ۴ متره مکعبه اوبه د نیک نیت له مخې ورکړل شي، چې په کلني ډول تر یو ملیارد متره مکعبه کمې اوبه کیږي؛ خو ایران اوس د دې کچې څو چنده زیاتې اوبه ترلاسه کوي.

په ثانیه کې څلور متره مکعبه اوبه د افغانستان پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د نیک نیت له مخې ایران ته ورکړې او له قانوني پلوه یې ورکول حتمي نه دي مانا دا چې که افغانستان وغواړي او دا اوبه خپله اړتیا وگڼي نو د دغو اوبو د بندولو حق لري. په ټوله کې د تړون له مخې ایران پر افغانستان هره ثانیه د ۲۶ متر مکعب اوبو حق لري.

د افغانستان د ابو لگولو پخوانی متخصص، ډاکټر فاروق اعظم وايي، ایران د ۱۹۷۳ د اوبو په تړون کې افغانستان ته ویلي و چې چمتو دی اضافي اوبه په بیه له افغانستانه راونیسي. خو د ډاکټر اعظم په خبره اوس زموږ د نه مدیریت له امله دغه اوبه ایران ته وړیا تویېږي.

ډاکټر فاروق اعظم وايي د دغه تړون په بدل کې ایران افغانستان ته د چابهار بندر له لارې اوبو ته لار ورکوله. د ډاکټر اعظم په وینا ایران اوس ځکه هڅه کوي په یاد تړون بیاکتنه وشي، چې په افغانستان کې د خپل اغېز پر مټ کولی شي په بل تړون کې د ۲۶ متر مکعب فی ثانیه په پرتله ډېرې اوبه خپلې کړای شي.

د ایران سرغړونې

د افغانستان د وخت لومړي وزیر محمد موسی شفیق  او د ایران با صلاحیته وزیر امیر عباس هویدا ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه لاسلیک شوی تړون یوه مقدمه او دوولس مادې لري.

د تړون په وضاحت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نظر دا دی چې ایران باید د هلمند سیند له دریو نقطو اوبه واخلي؛ خو اوس ایران د هلمند سیند له ۱۱۳ ځایونو اوبه اخلي او سیند یې ټوټې کړی.

د ایران دویمه لویه سرغړونه چې لا هم پرې تود بحث نه کیږي دا دی، چې ایران هلمند سیند ته څېرمه په خپله خاوره کې سلگونه ژورې څاگانې ایستلي، په داسې حال کې چې د اوبو د نړیوالو قوانینو له مخې گډو اوبو ته څېرمه څا کیندل جواز نه لري.

طالبانو په ۱۹۹۴ کال کې د هلمند سیند اوبه پر ایران د لنډ وخت لپاره وتړلې چې وروسته بیرته دا اوبه ایران ته ورخوشي کړل شوې.

په افغانستان کې د اوبو کړکیچ

د معلوماتو پر بنسټ د پلازمېنې په گډون په ټول هېواد کې ان د څښاک اوبه په غیرمعیاري توگه کاریږي او که راتلونکو پنځو او لسو کلونو کې ورته جدي پام ونه شي په کابل کې به د څښاک هیڅ پاکې اوبه نه وي.

د کابل د څښاک د اوبو لپاره پر کابل سیند د دوه بندونو کار هم روان یا بشپړ شوی، چې په ټول کابل کې څلور میلیونه وگړو ته د څښاک اوبه ورکولی شي؛ خو د کابل نفوس اوس تر اووه میلونه هم اوښتی دی.

د څېړنو پر بنسټ په افغانستان کې تر ځمکې سل متره لاندې روغتیايي اوبه نشته او یوازې تر سلو مترونو پاکې اوبه موندل کیږي؛ خو اوس په ډیرو سیمو کې څاگانې تر سلو مترونو ژورې شوي دي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون