افغانستان اقتصاد او سوداگري

افغانستان پنځه کاله وروسته په کلني ډول له برېښنا د یو ملیارد ډالرو تر لاسه کولو تمه لري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان به په پنځو کلونو کې د برېښنا له لیږد څخه په کلني ډول یو ملیارد ډالر چې د افغانستان د گمرکونو له اوسني عاید سره برابر دي تر لاسه کوي.

ولسمشر همداراز وايي، د حکومت پر مهال یې افغانستان پر ځان د بسیا کېدو په لور لوی گامونه اخیستي او د افغانستان بندرونه ټول یې د ودې او پراختیا په حال کې دي.

ولسمشر نن کابل کې تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه یوې خبري غونډې ته په وینا کې همداراز وویل، چې ده د کاسا زر په څېر هغه پروژې عملي کړې چې لس کاله د کاغذ پر مخ پرتې وې.

د هغه په خبره افغانستان د کاسا زر د پلي کېدو په برخه کې د دغې پروژې تر نورو شریکانو شپږ میاشتې له خپل مهال ویش وړاندې دی او د پروژې ټولې تدارکاتي چارې یې هم خلاصې کړې دي.

کاسا زر هغه لاره ده چې ولسمشر ترې پنځه کاله وروسته په کلني ډول د یو ملیارد ډالر تر لاسه کولو تمه لري.

د برېښنا په ولسمشر وویل، تر ملي یووالي حکومت وړاندې هیڅ طرحه نه وه چې افغانستان په کور د ننه برېښنا تولید کړي او لس کاله نوره هم د وارداتي برېښنا تر لاسه کول پلان شوي و؛ خو اوس چین پر کونړ سیند پانگونه کوي او افغان حکومت هم د کجکي پر وده کار کوي.

غني نننۍ خبري ناستې ته وویل، د منځني اسیا هېوادونو ته د سفر پر مهال پر ترانزیټي لارو، د افغانستان د وارداتي بندرونو پر پياوړي کېدو او اوږد مهال اقتصادي اړیکو غږیدلی دی.

محمد اشرف غني د بدخشان په واخان کې د چین له لوري د اپټیک شبکې نل غځونه، له چینه حیرتانو بندر ته د توکو مخامخ راتگ، د بادغیس په تور شیخ کې د بندر رامنځ ته کولو پلان، د اقینې بندر پراختیا او مهم کېدل، د تورغونډۍ بندر پياوړي کول او د لاجوردو لاره هغه اقتصادي او ترازیټي پروژې یادې کړې چې کار پرې روان دی او افغانستان پر ځان بسیا کولی شي.

ولسمشر د افغانستان شمالي پولې د اقتصادي بنسټونه وبلل او په وینا یې د حلقوي سړک له لارې د ولایتونو نښلول به مرکزي ولایتونه هم د زندان له بڼې خلاص کړي.

په ټوله کې ولسمشر افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د اړیکو د پل بڼې ته په تلو وباله او ویې ویل ملت به کلونه وروسته په دې ارزښت پوه شي.

د ایران د ولسمشر د وروستیو څرگندونو په ځواب کې غني د هلمند سیند معاهده نه ماتېدونکې وبلله او اوبه یې د افغانستان ابرو او عزت یادې کړې.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون