سلايډ (فيچر) سوله

د سولې نوې تگلاره کې له طالبانو سره مخامخ خبرې ځای نه لري

ملي یووالي حکومت د سولې په اړه خپله تگلاره کې بدلون راوستی او په وروستیو کې یې پخوانی تُند دریځ یو څه نرم کړی؛ خو لا هم له طالبانو سره د سولې په برخه کې هېڅ عملي گام نه دی اخیستل شوی او د ولسمشر طرحه دا ده چې لومړی له پاکستان بیا له طالبانو سره سوله وکړي.

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، که هغوی د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي، نو په تمه دې شي چې نړیوال یې «ترهگره ډله» اعلان کړي.

د سولې عالي شورا نوی رییس وموند او د سولې نوې تگلاره هم بشپړه او تصویب شوه، چې په کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر کوم فرصت خبرې نه دي شوې.

کابل کې د نړۍنیوز خبریال چې د سولې د نوې تگلارې ځينې برخې یې د سولې عالي شورا له غړو سره لوستي وايي، د سولې په نوې تگلاره کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو برابرولو هیڅ یادونه نه ده شوې.

دی وایي، په نږدې یو فصل نوې تگلاره کې تر ډيره د شورا غړو ته داسې لارښوونې شوې، چې څنگه کولی شي له دیني علماوو، ځوانانو، میرمنو او د ټولنې له نورو اقشارو سره د سولې په اړه د نظریاتو تبادله وکړي.

په تگلاره کې ډیره یادونه د اجماع جوړولو شوې؛ خو پر دې هم په کې ټینگار شوی، چې د هر چا نظریاتو ته باید درناوی وشي.

په دغې نوې تگلاره کې د سولې عالي شورا دا هم ارزوي چې په افغانستان کې د جگړې اصلي عوامل په سیمه ییزه کچه څه دي؟ او څنگه یې مخه نیول کیدای شي؟

همداراز د تېر په پرتله د شورا ولایتي کمېټو ته د واک ورزیاتولو او له هغوی سره په بېلا بېلو مواردو کې مشوره هم د نوې ستراتېژۍ محوري برخه ده.

که څه هم دغه تگلاره په بشپړ ډول تر اوسه اعلان شوې او پلې شوې نه ده؛ خو دوه ورځې وړاندې د سولې عالي شورا تصویب کړې او ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د پلي کېدو لپاره دولتي بنسټونو ته ولیږل شي.

د سولې شورا نوی رییس

محمد کریم خلیلی هغه افغان سیاستوال دی چې نرم دریځ لري، هغه په ډېرو حساسو شرایطو کې هم تُند دریځ نه دی غوره کړی او ښايي همدا لامل وي، چې ولسمشر نوموړی د سولې عالي شورا د مشر په توگه غوره کړ.

د ولسي جرگې غړی حاجي صالح محمد صالح وايي، د سولې عالي شورا نوي مشر ته تمه شته چې د سولې په برخه کې عملي گامونه واخلي.

صالح له نړۍنیوز سره په خبرو کې وویل: «د افغان سولې په اړه مهمه دا ده چې د سولې ملي او نړیوال اړخ ته هم کار وشي او که سوله راځي باید با ثباته سوله وي، چې د دې کار لپاره د یو غیر متنازع شخص اړتیا وه.»

محمد کریم خلیلي تېره میاشت د سولې شورا نوی رييس وټاکل شو

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال محمد کریم خلیلی راتگ ته یو شمېر نور کسان هم هیله‌من دي؛ خو ځينې نور یې بیا مخالف دي.

کابل کې پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وايي، د سولې شورا نوې بڼه بیا هم د حکومت تر اغېز لاندې ده، چې دا کار د سولې بې طرفه هڅې تر سیوري لاندې راولي.

اکبراغا نړۍنیوز ته وویل: «زموږ غوښتنه بیا هم دا ده چې تر څو ملت پر سوله ور گډ نه شي هیڅ ډول هڅې به بریالۍ نه شي، او اوسنۍ شورا چې کومه ده، د دوی معاش حکومت ورکوي، ځای حکومت ورکړی او مشر ورته حکومت ټاکي نو بیا څنگه موږ هغې ته بې طرفه شورا ووایو او سوله ترې وغواړو!؟.»

د نوموړي په خبره که حکومت د سولې رښتینې اراده لري نو د سولې شورا دې په ملت کې هغو کسانو ته ورکړي چې په هیڅ ډله پورې نه دي تړلي.

د مشرانو جرگې یو شمېر غړو هم د جرگې د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د سولې عالي شورا لغوه کړي.

د دغو استازو استدلال دا و، چې سولې شورا په تېرو اتو کلونو کې د اته سوه میلونه ډالرو تر لگولو وروسته هم هیڅ لاسته راوړنه نه لرله او د شورا اوسنۍ بڼه هم د تېر دوام دی نو ځکه به عملي لاسته راړونه ونه لري.

خو د محمد کریم خلیلي دریځ د سولې د عالي شورا د رییس په توگه بیا یو څه نرم ښکاري؛ خو سوله د قانون په چوکاټ کې غواړي.

خلیلي د یکشنبې په ورځ کابل کې د شورا په لومړنۍ عمومي ناسته کې وویل، چې له طالبانو سره سوله د هغوی د تسلمېدو په مانا نه ده او د هغوی ځينې غوښتنې یې معقولې وبللې.

محمد کریم خلیلي وویل، د طالبانو ځينې نظریات «ملي» دي او باید درناوی یې وشي، دا هغه خبرې دي، چې پخوا د افغان چارواکو له خولې نه اوریدل کېدې.

ښاغلي خلیلي دا نه دي روښانه کړي چې د طالبانو کومې غوښتنې د ده په باور «ملي او معقولې» دي.

د ولسمشر غني دریځ

د ولسمشر دوه وروستۍ ویناوې د طالبانو پر وړاندې د حکومت د دریځ د نرمېدو ښکارندويې وې.

محمد اشرف غني به پخوا په هره وینا کې په تُنده لهجه طالبان ترهگر، جگړه ماري، قاتلین او نور بلل؛ خو دا ځل یې د سولې بلنه یو ځل بیا ور څخه تازه کړه، هغه څه چې نږدې یو نیم کال د محمد اشرف غني له خولې نه وو اوریدل شوي.

ولسمشر د پارلمان د شپاړسمې تقنینې دورې د دویم امتیازي کال د پرانیستې په غونډه کې جگړه تر سولې خپل لومړیتوب بللې وه او په وینا یې طالبان باید وځپل شي.

خو هغه پرون کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د سولې وړاندې کړی لاس یې تر اوسه هیچا نه دی نیولی.

غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، که هغوی د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي، نو په تمه دې شي چې نړیوال یې «ترهگره ډله» اعلان کړي.

ولسمشر د سه شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال هم له طالبانو سره پر سوله ټینگار وکړ؛ خو ویې ویل لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وشي.

د محمد اشرف غني په وینا که بیا هم دا غوښتنه رد شي، نو «حکومت به کلي په کلي، ولسوالۍ په ولسوالۍ او ولایت په ولایت د سولې هڅې وکړي».

خو سیاسي شنونکي وايي، د طالبانو پر وړاندې نړیوال ځکه جدي گام نه اخلي، چې دغه ډله لا هم د هغوی لپاره ترهگره ډله نه ده او له همدې امله ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.

پوځي کارپوه جنرال غرزی خواخوږی وايي، تر هغه چې بهرنیان د طالبانو پر وړاندې جدي نه شي، هغوی ونه ځپي او د ترهگرو په سترگه ورته ونه گوري طالبان هم سولې ته نه حاضریږي.

د هغه په وینا د طالبانو ترهگر نه بلل د دې لامل شوي، چې دغه ډله تر پخوا پياوړې او ځېنې نوې سیمې هم ونیسي.

امریکايي چارواکو څو ځله په خپلو څرگندونو کې ویلي، چې طالبان افغاني ډله ده او دوی یې تر اوسه د ترهگرې ډلې په توگه نه پېژني، چې شنونکي دا خبره هم د امریکا دوه مخي بولي.

خو څو میاشتې وړاندې هغه مهال چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ، افغان حکومت ځينې اسناد ورکړل، چې د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د ترهگرو په نړیوال نوملړ کې شامل کړي، چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د افغان حکومت نظامي تگلاره بیا دا ده چې طالبان وځپي او په کمزوري حالت کې هغوی د سولې خبرو ته اړ کړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي اوونۍ وړاندې کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، تر هغه چې طالبان ونه ځپل شي سوله د اړتیا په توگه نه احساسوي؛ نو ځکه اړتیا ده چې لومړی هغوی وځپل شي او بیا د سولې خبرو ته اړ شي.

دا تگلاره ولسمشر غني هم پخوا یادوله؛ خو تازه یې له خولې لویدلې او په وینا یې حکومت يې د دایمي سولې په هڅه کې دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون