سلايډ (فيچر) سياست

پاکستان کې د واک خلا؛ د نواز شريف ځای ناستی به څوک وي؟

د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ د پاناما اسنادو له مخې د فساد په تور لومړی وزير نواز شريف له څلور کاله، درې مياشتې او ۲۱ ورځو واک وروسته له دندې گوښه کړ.

۲۰۱۵ کې د پاناما اسنادو له خپرېدو وروسته د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د اپوزیسیون دويم ستر گوند انصاف غورځنگ مشر عمران خان، شيخ رشيد احمد او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د نواز شريف پر ضد د فساد دوسيه رسمي کړه او له محکمې وغوښتل، چې د نواز شریف پر ضد د فساد دوسيې وڅېړي.

د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د اپوزیسیون دويم ستر گوند انصاف غورځنگ مشر عمران خان

عمران او د اپوزيسيون نورو مشرانو پر لومړي وزير نواز شريف د ميلياردونو روپيو د فساد تور لگولی و، هغوی په خپلو غوښتنو او ولسي غونډو کې نوازشريف په فساد تورن د ولس ماليو خوړونکی بللی و.

سترې محکمې د اپوزیسیون ډلو په غوښتنه د پاناما اسنادو له مخې د نواز شريف د جايدادونو او اقتصادي درکونو په اړه يوه څېړنيز کميسيون ته دنده وسپارله او د وروستي رپوټ د سپارلو امر يې ورته کړی و.

تور څه دی؟

د گډ کمیسيون د څېړنو له وروستي رپوټ وروسته سترې محکمې په دغه رپوټ څو ناستې وکړې او تېره ورځ يې په خپلې وروستۍ ناستې کې وويل، چې د لومړي وزير نواز شريف زوی حسن نواز په متحده اماراتو کې «ايف زيډي» کمپنۍ لري، چې لومړی وزير يې د رييس په توگه لس زره درهمه تنخوا لري او لومړي وزير په خپلې سرمايې کې نه ده څرگنده کړې.

د سترې محکمې د قاضيانو پنځه کسیز پلاوي وويل، چې لومړي وزير نواز شريف کولای شوای د خپل زوی له کمپنۍ دغه لس زره درهم ترلاسه او په خپلې سرمايې کې څرگنده کړي، خو نواز شریف دا کار نه دی کړی، چې له امله يې نواز شریف د اساسي قانون د ۶۲ او ۳۲ بند له مخې «صادق او امین» نه دی او نور نه شي کولای، چې د ملي اسامبلۍ غړی او لومړی وزير پاتې شي.

د پاناما اسنادو او د اپوزیسیون گوندونو په غوښتنو کې د محکمې دغه پرېکړه نه وه شامله، چې په کوم تور لومړی وزير له دندې گوښه کړای شو.

يو شمېر قانونپوهان وايي، چې پر لومړي وزير د ميلياردونو روپيو د فساد تور و، خو د محکمې په پرېکړې کې يوازې دا راغلي، چې ولې يې د خپل زوی له کمپنۍ د خپلې دندې تنخوا نه ده اخيستې او په خپلې سرمايې کې يې نه ده څرگنده کړې. د قانونپوهانو په نظر کې د دغه تور له امله د نواز شريف «صادق او امين» کېدل نه زیانمن کېږي.

د واک خلا

د لومړي وزير نواز شریف له گوښه کېدو سره د پاکستان فدرالي حکومت هم منحل شوی، کابينه يې لغوه شوې او اوسمهال پاکستان کې د واک خلا ده.

د نواز شریف ايتلافي او جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، چې د نواز شریف له گوښه کېدو سره په هېواد کې د قدرت خلا رامنځته شوې او دا د سترې محکمې مسوولیت دی، چې اوسني وضعيت ته ځواب ووايي او د واک خلا  ډکه شي.

قانونپوهان هم وايي، چې د لومړي وزير له گوښه کېدو او د کابينې له منحل کېدو سره دوی نه پوهېږي، چې قانوني لاره څه ده، خو ځينې کارپوهان وايي، چې د پاکستان رښتينی واک له اسټبلشمنټ سره دی او هغوی د حکومت چارې پر مخ بيايي.

پاکستاني ژورنالېست او د دنیا ټلویزیون رسنيز گروپ اجرايیه مشر سلمان غني وايي، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د پوځ او افغانستان تر منځ په ځينو حساسو مسايلو خبرې روانې دي، چې نواز شريف په کې گډونوال نه دی او نه يې هم په دې موضوع رسنيو ته څه ويلي دي، همدرانگه له تېرو څو اوونۍ راهيسې د پوځي چارواکو او نواز شريف تر منځ هم ليده کاته نه دي شوي.

د سلمان غني او يو شمېر نورو څارونکو په باور د پاکستان واک پخوا هم له پوځ سره و او اوس هم پوځ د هېواد چارې سمبالوي او په وينا يې د قدرت خلا نه شته.

د اپوزيسیون گوندونو غبرگون

ملي اسامبلۍ کې د اپوزيسیون دویم ستر گوند او د انصاف غورځنگ مشر عمران خان د سترې محکمې پرېکړه تاريخي بریا بللې او د سترې محکمې د قاضيانو ستاينه يې کړې ده. همدارنگه د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم د سترې محکمې پرېکړه تاريخي بريا او د خپلو هڅو لاسته راوړنه بللې ده.

د واکمن گوند غبرگون

د نواز شریف په مشرۍ د مسلم ليگ ن گوند غړي د محکمې پرېکړه تېروتنه او په کرکې ولاړه بولي.

د نواز شریف نژدې ملگري او د رېل گاډي وزير سعد رفيق، د پلان وزير احسن اقبال او د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنگزېب د محکمې له پرېکړې وروسته رسمي خبري غونډې ته وويل، چې د محکمې په پرېکړې نيوکې لري او دغه پرېکړه په انصاف ولاړه نه ده.

سعد رفیق وويل، چې لومړي وزير نواز شريف د پاکستان لپاره «پاکستان- چين اقتصادي دهلېز» د ميلياردونو ډالرو د سترې پروژې سربېره پراخ پلانونه جوړ کړي وو، پاکستان کې يې د فساد ريښې ختمې کړې وې او نواز شريف د ملکي ادارو د خپلواکۍ لپاره پلانونه جوړ کړي وو، خو ځينو ادارو «شونې ده پوځ يې موخه وي» د نواز شریف پښې ونيولې او په يوه بهانه يې له واکه گوښه کړ.

سعد رفيق ويلي، چې نواز شريف د «پاکستان- چين اقتصادي دهلېز» قرباني شو.

احسن اقبال او سعد رفیق تور لگولی، چې نواز شريف د کورني او بهرني شوم پلان له مخې له دندې گوښه کړای شوی دی.

پاکستاني خبريال محمد تقي امریکا غږ ته ويلي، چې د لومړي وزير او پوځ ترمنځ له اوږدې مودې بې باوري روانه وه او بلاخره پوځ د محکمې پر مرسته نواز شریف له دندې گوښه او په سياست کې نااهله کړ.

د پاکستان دنيا ټلویزیون مشر کامران  خان هم د محکمې پرېکړه هيښوونکې بللې ده.

د نواز شريف ځای ناستی به څوک وي

د نواز شریف له گوښه کېدو وروسته پاکستاني رسنۍ پر دې بحثونه کوي، چې د لومړي وزير ځای ناستی به څوک وي او د مسلم ليگ ن کوم مشر کولای شي، چې د نواز شريف له غوښتنې او فکر سره سم واک پر مخ بوځي.

د مسلم ليگ ن سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د نواز شريف له نااهله کېدو وروسته د گوند په لومړنۍ رسمي غونډه کې د نواز شریف په ځای ناستي بحثونه شوي، ځينو غړو ويلي، چې د نواز شريف ورور شهباز شریف د لومړي وزير په توگه وټاکل شي.

نواز شریف هم د شهباز شریف غوراوی خوښ کړی، خو په ورته وخت کې يې ويلي، چې پنجاب د مسلم ليگ ن لپاره اړين مرکز دی او که شهباز شریف د لومړي وزير په توگه وټاکل شي، پنجاب کې به دوی ته زیان ورسيږي. سربېره پر دې د شهباز شریف په ټاکنه کې يوه قانوني ستونزه هم شته، چې شهباز شریف د ملي اسامبلۍ غړی نه دی.

د نواز شريف ورور او د پنجاب اعلی وزير شهباز شریف

نواز شریف ته نژدې سرچينې وايي، چې د نواز شريف نژدې ملگری خواجه اصف او احسن اقبال سربېره د سوداگرۍ وزير خرم دستگير، رانا تنوير او د پيټروليم وزير شاهد خاقان عباسي د لومړي وزير څوکۍ ته نوماندان کېدای شي.

د مسلم ليگ ن ځينې غړي دا هم وايي، چې د لومړي وزير مېرمن کلثوم نواز دې د هغه ځای ناستې شي.

سرچينې دا وايي، چې د نواز شريف لپاره تر ټولو غوره غوراوی شهباز شریف دی او لامل يې دا دی، چې نوموړی له جنرال مشرف وروسته د پوځ له مشرانو جنرال پروېز اشفاق کياني، جنرال راحيل شریف او همدارنگه له اوسني لوی درستيز جنرال قمر باجوه او اسټبلشمنټ سره ښې اړيکې لري.

که شهباز شریف د لومړي وزارت څوکۍ نوماند کېږي، نو اړينه ده، چې نوموړی به د نواز شريف په ټاکنیزه حلقه کې ټاکنو ته ودريږي، خو دغه پروسه هم نژدې پنځه څلوېښت ورځې وخت غواړي او تر هغه وړاندې شونې ده چې شاهد خاقان عباسي، خرم دستگير، رانا تنوير او يا هم خواجه اصف د پاکستان لنډمهالی لومړی وزير په توگه واک تر لاسه کړي.

مسلم ليگ ن تر اوسه په دې په رسمي توگه څه نه دي ويلي، خو دغه گوند نن په دې اړه ناسته لري او شونې ده، چې د نواز شريف ځای ناستی په رسمي توگه اعلان کړي.

تر ټولو اړينه خبره دا ده، چې د نواز شریف ۳۳ کلن سیاسي ملگری او د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د خپل گوند په ټوله ناسته کې پټه خوله ناست و او هېڅ يې نه دي ويلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون