سلايډ (فيچر) سياست

د ملي یووالي‌ پر حکومت د بې باورۍ کچه اوج ته رسیدلې

د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو درې کلونه اوښتي؛ خو د خلکو هغه هیلې چې له دغه حکومته یې لرلې تر ډيره په نهیليو بدلې شوې دي او اوس د حکومت پر ډیرو ژمنو خلک باور نه کوي.

ځینې سیاسي شنونکي وايي، په افغانستان کې امکانات او شرایط محدود دي خو د ملي یووالي حکومت د مشرانو ژمنې لوړې او زیاتې وې، نو اوس ځکه خلک پر حکومت بې باوره شوي، چې ولسمشر او اجرایه رییس هغه لوړې ژمنې پوره نه شوای کړی.

په لویه کې امنیت، وزګارتیا او فقر د خلکو ستونزې دي؛ خو د قانون نه پلي کېدل، د زورواکۍ زیاتېدل، د ټاکنو نه ترسره کېدل، د لویې جرګې جوړولو په څېر په نورو ژمنو نه دریدل، له فساد سره سسته مبارزه، په حکومتي کچه د اختلافاتو زیاتېدل او د خپلسریو زیاتوالی هغه ستونزې دې، چې خلک ترې سر ټکوي.

سیاسي کارپوه او د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي، هغه ژمنې چې د ملي یووالي حکومت مشرانو کولې ډیرې لوړې وې او له همدې امله د خلکو غوښتنې هم ورسره لوړې شوې؛ خو کله چې دوی واک ته ورسیدل هر څه صفر ته را ټیټ شول.

دی وايي، واک وویشل شو، وزګارتیا زیاته شوه، لویې پروژې پلې نه شوې او تر ټولو مهمه دا چې د حکومت او پارلمان مشروعیت تر پوښتنې لاندې راغی.

پر وخت ټاکنې قانوني او لویه ژمنه:

ولسمشر او اجراییه رییس چې کله واک ته ورسیدل، نو لومړی تمرکز یې پر ټاکنو او ټاکنیزو اصلاحاتو و؛ خو په دغه بهیر نږدې یو نیم کال نانندرۍ ووهل شوې.

ولسمشر غني د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون په نوم د ولسي جرګې د غړې شکریې بارکزۍ تر مشرۍ لاندې یو کمېسیون جوړ کړ، چې اجراییه رییس ورسره مخالفت وکړ او بیا لغوه شو.

د خلکو او مدني ټولنو تر ډیرو فشارونو وروسته ولسمشر د غوراوي بله کمېټه جوړه کړه او هغه کمېټې ورته نوماند کمېشنران وړاندې کړل، چې وروسته ترې د کمېسیون اوسني غړي وټاکل شول.

د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاپخوانی مشر ضیاالحق امرخیل وايي، د افرادو پر ځای باید حکومت پر سیستم تمرکز کړی وای، چې دا کار ونه شو.

امرخیل نړۍ‌نیوز ته وویل، د ټاکنو کمېسیون باید د یوه سیستم له لارې اصلاح شوی وای نه دا چې افراد یې تغیر او تبدیل شول.

خو د پارلماني ټاکنو وخت د ملي یووالي حکومت په دویم کال را ورسید او حکومت ونه توانید پر وخت ټاکنې وکړي، نو ځکه ولسمشر غني د اوسني پارلمان کاري موده د امتیازي دورې په نوم وغځوله او دویم کال یې سږ کال هم روان دی.

اوس د پارلماني ټاکنو نېټه د ۱۳۹۷ په چنګاښ میاشت کې اعلان شوې؛ خو کمېسیون لا هم بودیجه نه لري.

د ټاکنو په کمېسیون کې یوې باوري سرچینې نړۍ‌نیوز ته وویل، داسې احتمال ډیر کم دی، چې پارلماني ټاکنې دې په هغې نیټه وشي، چې کمېسیون اعلان کړې ده.

سرچینې وویل: (کمېسیون ته تر اوسه حکومت د ټاکنو لپاره یوه افغانۍ بودیجه هم نه ده ورکړې او یوازې څه باندې یو میلون ډالر یې د مرکزونو د ارزونې په نوم ورکړي دي.)

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې د ټاکنو د برېښنايي کېدو یا په پخواني سیستم د ترسره کېدو پریکړه هم تر اوسه نه ده شوې.

په همدې حال کې افغانستان باید په ۲۰۱۹ کال کې ولسمشریزې ټاکنې هم ولري، چې یو کال وړاندې ورته چمتوالی په کار دی.

څو ورځې وړاندې د فیفا په نوم د ټاکنیزو پروسو یو څارونکي بنسټ وویل، د ټاکنو لپاره د حکومت اراده سسته او ژمنه بیا هم خیالي ښکاري.

امنیت او سوله:

د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنیزو سیالیو پر مهال او ترې وروسته له خلکو سره ژمنه کړې وه چې امنیت ته به جدي پام کو په هره بیه به سوله راولي.

خو د سیګار د وروستي راپور له مخې د ملي یووالي حکومت د عمر پر مهال د طالبانو د واکمنۍ سیمه په ټول هېواد کې پراخه شوې اوس طالبان د افغانستان په ۴۳ سلنه خاوره واکمن دي.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وایي، د ملي یووالي حکومت په راتګ سره طالبانو ولایتونو او ولسوالۍ سقوط کړې، هغه کار چې پخوا یې نه شوای کولی، لویې لارې یې وتړلې او دې ورته یې ډله‌ییزې وژنې هم پيل کړي دي.

طاقت نړۍ‌نیوز ته وویل، په افغانستان اوس نړیواله لوبه تر بل هر وخت ګرمه شوې او د روسیې او امریکا تقابل اوج ته رسیدلی دی.

د ځينو شنونکو نظر بیا دا دی چې د ملي یووالی د حکومت د عمر پر مهال افغانستان کې د داعش په څېر ډلې وزیږېدې او فعالیت یې لا هم دوام لري، نو ځکه د امنیت ژمنه هم یو خیال وه.

د سولې په برخه کې د ولسمشر غني دا وینا ډيره مشهوره وه، چې د خپل سر په بیه به سوله راولي؛ خو په اسلام اباد کې د سولې څلور اړخیزې؛ په قطر کې له طالبانو سره ناسته، د مسکو غونډه او د پګواش هڅې هغه غونډې وې چې ناکامې شوې.

د سولې شورا هغه تګلاره چې د نړۍ‌نیوز خبریال میاشت وړاندې کابل کې لوستې وه له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې په کې نه وې شاملې.

ولسمشر غني کال وړاندې هم د پارلمان په پرانیسته کې اعلان کړی و، چې طالبان ترهګر او تر سولې ورسره جګړې ته لومړیتوب ورکوي.

که څه هم د طالبانو په وروستي لیک چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یې لیکلی و، د سولې ګڼ شنه څراغونه و؛ خو امریکا پرې سر ونه خوږاوه نو ځکه د سولې امنیت په برخه کې هم خلک د ملي یووالي حکومت پر ژمنو بې باوره دي.

وزګارتیا:

د ملي یووالي حکومت د عمر پر مهال په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې تر دوو لکه زیات ځوانان له افغانستانه د اروپا په نیت ولاړل.

د افغانستان د کارګرانو د ټولنې د غیر رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلونه کاري کدرونه شته، چې دندې نه لري.

ولسمشر او اجرایه ریس ژمنه کړې وه که واک ته ورسیږي؛ په لومړي کال به پنځه لکه کاري فرصتونه رامنځ ته کوي.

د کابل د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس سالم احساس وايي، په کابل کې د جرمونو یو لوی لامل وزګارتیا ده او په ډيرو ولایتونو کې د جرمونو د ګراف لوی لامل همدا کار بلل کیږي.

قانون ماتونه او د غصب مخنیوی:

د ولسمشر د لومړۍ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له قضیې را نیولې بیا په بلخ کې د عطامحمد نور له لوري د ولایتي شورا د یوه غړي نیول کیدل او د ځورولو ادعا هغه بېلګې دي، چې په ملي یووالي حکومت کې ترې د قانون پلي کېدو قیاس کیدای شي.

له فساد سره مبارزه هم په همدې تله ده او د افغانستان روڼتیا څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي وايي، په کار وه حکومت د فساد لویې قضیې وڅېړي؛ خو دوی یوازې کوچني پوځيان او مامورین د فساد په تور نیسي.

د ځمکو غصب له پلازمېنې را نیولې تر ننګرهار او هرات پورې لا هم دوام لري او خلک شکایت کوي، چې حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي پلې کړې.

خو د دې تر څنګ د کانکور د رونټیا په څېر ځینې کوچني ګامونه هم شته چې حکومت په ښه لوري اخیستي؛ خو په ټوله کې خلک د ملي یووالي حکومت له ژمنو خوابدي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون