افغانستان خبر

له کوېټې یو بل مهم طالب مسوول هم کندهار ته راغلی

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو د طالبانو یو بل مسوول هم تېره ورځ کندهار ته راغلی او سوله‌ییز ژوند یې پیل کړی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ باوري سرچینو نړۍ نیوز ته ویلي، دغه طالب مسوول یوولس کاله په کوېټه کې تېر کړی او د طالبانو په لیکو کې یې په ملکي او جنگي کمېسیونونو کې کار کړی.

سرچینې زیاته کړه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم دغه کس د یوه ولایت امنیه قوماندان، د یوه بل مهم ارگان مشر او بیا وروسته د طالبانو د ځېنو مهمو کمېسیونونو غړی هم پاتې شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه کس د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په شخصي هلو ځلو سوله‌ییز ژوند پیل کړی.

تر دې وړاندې تېره اونۍ کې په خپله جنرال رازق ویلي و، چې پنځلس مهم طالبان یې له کوېټې شورا راوستلي او په کندهار کې دېره شوي.

ځېنو رسنیو د دغو طالب مسوولینو مرکې هم خپرې کړې.

خو دا لا نه ده روښانه چې جنرال رازق په دې کار کې د مرکزي حکومت خوښه هم اخلي او کنه!؟

د ځېنو باور دا دی چې د کندهار امنیه قوماندان په دغه ولایت کې د خپل رول د پياوړي ساتلو لپاره ځېنې طالبان راوستلي او په کندهار کې یې دېره کړي دي.

جنرال رازق څو میاشتې وړاندې ویلي و، که طالبان وغواړي دی به ورته په کندهار کې خوندي ځایونه ورکړي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرگون نه دی ښودلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • طالبانو اوله ورځ لا غبرګون ښودلی خو تاسو یې د لوستلو ، کتلو ، اوریدلو او ترلاسه کولو محنت نه دی کړی، هسي مو د آزادۍ ، بی بی سی ، تاند او نورو غوندي راپور ترتیب کړی ، هغوی خو قصداً داسی کوي چې بې سنده خبرونه خپاره کړي او د طالبانو نظر ته پکي ځای ورنکړي. تاسو د هغوی چل مه کوئ. ځکه تاسو خو د نورو راپورونو نه خپلواک خلک مالومیږئ . مننه

وروستي

زېرمتون