سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د قطر امیر د سعودي وليعهد سره په ډيپلوماټيک کړکېچ ټيليفوني خبرې کړي

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

د قطر امير شيخ تمیم بن حمد آل ثاني د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په منځگړيتوب د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ په اړه ټيليفوني خبرې کړي دي.

د قطر دولتي سرچينې وايي، چې دواړو مشرانو د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ په اواري ټينگار کړی او د خليج همکارۍ سازمان تر چتر لاندې يې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

د عربي رسنيو په وينا، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ويلي، چې دواړه دولتونه بايد د کړکېچ اواري په موخه خپل استازي وټاکي او روان کړکېچ لپاره د اواري داسې لارې چارې وسنجوي، چې د دولتونو ملي او سياسي خپلواکي په نظر کې ونيول شی.

د قطر امير په داسې حال کې د سعودي له وليعهد سره ټيليفوني خبرې کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د متحده عربي اماراتو له خليفه سره جلا جلا د ټيليفون په ليکه د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ په اړه خبرې کړي دي.

عربي رسنۍ دا هم وايي، چې د دغو ټيليفوني اړيکو تر شاه د کويټ د امير شيخ صباح احمد صباح هڅې دي، چې تېره ورځ يې واشنگټن کې د امريکا له ولسمشر سره د خليج ډيپلوماټيک کړکېچ په اړه خبرې کړي دي او دواړو مشرانو په لنډ وخت کې د دغې ستونزې د اواري هيله څرگنده کړې ده.

د روان کال جون کې د سعودي عربستان په مشرۍ متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر له قطر سره هر ډول ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارې وتړلې او له قطر سره يې ډيپلوماټيک پرېکون اعلان کړی دی.

دغو دولتونو پر قطر د ترهگرۍ د ملاتړ او مالي مرستو تورونه ولگول او د روغې جوړې لپاره يې ځينې شرطونه لگولي، چې قطر يې له منلو نټه کړې ده.

د سعودي په مشرۍ د قطر مخالف دولتونو ويلي، چې قطر دې له ایران سره اړيکې تر ټولو ټيټې کچې ته راولي، الجزيره ټلويزيوني شبکه دې وتړي او د فلسطين حماس ډلې له ملاتړه دې لاس واخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون