سلايډ (فيچر) سياست

د سپټمبر له یوولسمې شپاړس کاله وروسته د افغانستان کړکیچن وضعيت

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، امریکا نه یوازې دا چې ټاکل شوې موخې تر لاسه نه کړې، بلکې همدا ستونزې یې نورې هم څو چنده کړې.

له ننه پوره شپاړس کاله وړاندې په همدې ورځ د امریکا په دریو ایالاتو کې د القاعده شبکې له لوري د ۱۹ کسانو په مرسته په سوداگریزو مرکزونو او دولتي ودانیو د ملکي الوتکو په وسیله بریدونه وشول، چې تر درې زرو ډیر کسان په کې ووژل شول او همدا پېښې لامل شوې، چې امریکا او ملاتړي یې د ترهگرۍ ځپلو په پلمه افغانستان کې جگړه پيل کړي.

د دغې جگړې د پيل نږدې شپاړس کاله پوره شول؛ خو امریکا او ملاتړو یې هغه موخې تر لاسه نه کړې چې د جگړې د پيل پر مهال یې اعلان کړې وې.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا په افغانستان کې د ترهگرۍ له منځه وړل، په افغانستان کې د یوه باثباته حکومت رامنځ ته کول او له مخدره توکو سره مبارزه خپلې لویې موخې اعلان کړې، چې یوه یې هم نه ده تر لاسه شوې.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، امریکا نه یوازې دا چې ټاکل شوې موخې تر لاسه نه کړې، بلکې همدا ستونزې یې نورې هم څو چنده کړې.

نوموړۍ نړۍ نیوز ته وویل: «ترهگري ځپل شوې نه؛ بلکې لا پياوړې شوې، طالبانو او القاعده د داعش په څېر څو نورې ترهگرې ډلې وزیږولې، افغانستان کې د مخدره توکو تولید څو چنده شو، او افغانستان په شپاړسو کلونو کې د نړۍ د لړزانده، بې ثباته او فاسد نظام خاوند دی.»

جنرال طاقت په ټاکل شویو موخو کې امریکا او ملاتړي یې ناکام بولي؛ خو زیاتوي، چې د دوی موخې هغه څه نه وې چې په خوله یې ویل، بلکې په سیمه کې د اوږد مهال بې ثباتۍ رامنځ ته کول د دوی اصلي موخه ده چې تر اوسه بریالي په کې روان دي.

د بشري حقونو درناوی، د ښځو حقونه، د وزگارتیا له منځه وړل، د افغانستان اقتصادي وده او ځېنې نورې برخې هم شته چې يا په کې هیڅ پرمختگ نه دی شوی او یا یې د پرمختگ کچه لږه ده.

کابل کې یوه فعاله محموده تقوا وايي، د ښځو د حقونو په نوم په شپاړسو کلونو کې سلگونه ملیونه ډالر ولگېدل؛ خو له څو محدودو ښارونو پرته د هیڅ افغانې میرمنې په ژوند کې تغیر نه دی راغلی.

هغې نړۍ نیوز ته وویل، په کلیو او بانډو کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکیچن شوی، له ښځو سره تاوتریخوالی دوام لري او په دې برخې کې د پرمختگ کومه لویه بېلگه نشته.

ملکي او پوځي مرگ ژوبله:

د سپټمبر له پېښو وروسته د اکټوبر په اوومه امریکا او ملاتړو یې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت بریدونه پيل او په څو اونیو کې یې د هغوی حکومت نسکور کړی، چې پر ځای یې د بن له ناستې وروسته د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې انتقالي او بیا لنډمهالی حکومت رامنځ ته کړ.

له همغې ورځې تر ننه خورا زرگونه ملکي وگړي د بهرنیو ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې وژل شوي او دغه شمېر هر کال تر بل لوړ شوی دی.

که څه هم له ۲۰۰۱ تر اوسه داسې کره شمېرې نشته، چې د ملکي وگړو کره مرگ ژوبلې په ډاگه کړي؛ خو ځېنې ناتایید شوي راپورونه وایي، چې په دې موده کې تر دوه لکه زیاتو ملکي افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

یونما او د ملکي وگړو لپاره د عدالت غوښتنې گروپ تازه په دوو جلا جلا راپورونو کې ویلي، و چې له ۲۰۰۸ تر اوسه هر کال د ملکي وگړو د وژل کېدو گراف په زیاتېدو دی او د جگړې هیڅ لوری یې خوندیتوب ته پام نه کوي.

د ۲۰۰۱ د  اکټوبر له اوومې را پدیخوا بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وگړو د وژل کېدو داسې موارد هم رامنځ ته کړل، چې خورا بوږنونکي وو؛ خو د څېړنو پایلې یې تر ننه نادرکه دي.

سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وايي، په ۲۰۰۱ کال کې په پکتیکا کې ملکیان بمبار شول، ورپسې دغې لړۍ دوام وکړ په کندهار، هرات، ننگرهار، کندوز او ټول افغانستان کې د ملکي وگړو د وژل کېدو بې رحمه پېښې رامنځ ته شوې.

هغه نړۍ‌نیوز ته وویل، د هرات په شینډنډ کې د عزیزاباد کلي کې په یوه ځل د یو نیم سل افغانانو وژل کېدل، د هلمند په ناوه کې د سلو کوچیانو بمبارول، په کندوز کې د تېلو د ټانکر په شاوخوا کې تر سلو د زیاتو ملکیان وژل، د کندهار په پنجوايي کې د یوه امریکايي له لوري د ملکیانو ډله‌ییزه وژنه، د ننگرهار په خوږیاڼو کې د واده پر مراسمو بمبار او لسگونه نورې پېښې له ۲۰۰۱ تر اوسه د امریکا د برید لویې لاسته راوړنې دي.

وهاب وايي، د ملکي وگړو مرگ ژوبله پټیږي او ښايي لکونه ملکي افغانان په تېرو شپاړسو کلونو کې وژل شوي وي.

د پوځي مرگ ژوبلې له پلوه هم افغان ځواکونه چې په لومړیو کې یې د رزونې بهیر هم خورا لنډ او بیړنی و خوندي نه دي پاتې شوي؛ یوازې په دریو کلونو کې د افغان ځواکونو ۷۵ زره تنه وژل شوي او ټپيان دي.

دغه شمېرې درې میاشتې وړاندې ولسمشر غني په یوه غونډه کې ورکړې او په وینا یې په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او سږني کال کې یاد شمېر افغان سرتیرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا دفاع وزارت د شمېرو له مخې په تېرو شپاړسو کلونو کې نږدې څلور زره امریکايي عسکر هم وژل شوي دي.

د سپټمبر له پېښې وروسته په افغانستان کې د شاوخوا ۴۷ هېوادونو د ایتلاف د ډیرو نورو غړو سرتیري هم په افغان جگړه کې ووژل شول او لسگونه زره یې ټپيان یا په رواني ناروغیو اخته شول.

د مخالفینو له ډلې هم زرگونه کسان چې کره شمېر یې لا نه دی روښانه شوی، وژل شوي او ټپيان دي.

د افغان حکومت خوشبیني او د حاکمیت سیمه:

د افغان حکومت باور بیا دادی، چې افغانستان په تېرو شپاړسو کلونو کې گڼې لاسته راړونې لرلې او دا لاسته راړونې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، افغانستان ډير بریالیتوبونه ترلاسه کړي، د پوځ خاوند دی، امنیتي ځواکونه لري او په بېلا بېلو برخو کې نور پرمختگونه هم شوي.

خو د ارگ مرستیال ویاند نجیب الله ازاد بیا وايي، افغان حکومت او بهرنیان نه دي توانیدلي، په تېرو ۱۶ کلونو کې ترهگري په بشپړ ډول له منځه یوسي.

خو د پوهنې، بشري حقونو، روغتیايي خدمتونو، لویو لارو او اقتصادي ودې په برخه کې پرمختگونه هغه څه دي، چې افغانستان یې د تېرو شپاړسو کلونو لاسته راړونې بولي.

څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار ادارې (سیگار) یو راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه چې دا مهال د افغانستان ۴۳ سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

خو ځېنې د امریکا دفاع وزارت بیا په یوه وروستي راپور کې وویل، چې افغان حکومت د افغانستان په ۶۵ سلنه خاوره واکمني لري مانا دا چې ۳۵ سلنه خاوره ېې له ولکې وتلې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوریدو څو میاشتې وروسته د افغانستان په هيڅ برخه کې طالبانو یا کومې بلې ډلې فعالیت نه درلود او ټول افغانستان د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د لنډمهاله او موقتې ادارې تر ولکې لاندې شو.

پایله:

د شنونکو او عامو افغانانو باور دادی، چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته د امریکا له لوري د افغانستان په نښه کول داسې تیروتنه وه، چې سیاسي حل یې درلود او ممکنه وه، د القاعده مشر اسامه بن لادن له نورو لارو امریکا ترلاسه کړی وای.

وروسته چې اسامه بن لادن د پاکستان په پلازمېنې ته څېرمه د ابیټ اباد نومې سیمې یوه پوځي مرکز ته څېرمه د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول، دا باور لا زیات شو چې امریکا په غلط ادرس جگړه پيل کړې.

خو اوس چې د داعش په څېر ډلې هم په افغانستان کې حضور لري او د سولې د خبرو کوم څرک نشته، داسې گومان کیږي چې روانه جگړه به راتلونکو نورو کلونو ته هم تر اوسني په سخت ډول وغځیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون