د نړۍ نيوز په اړه

نړۍ نيوز وېب پاڼه خپلواکه، بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي رسنیزه شبکه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام هېوادوالو ته د ورځنیو کورنیو، سیمه اییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبري معلومات او بې پرې تحلیل چمتو کول خپله رسنیزه دنده بولي، همدا راز د روانې جگړې د واقعي جریان په اړه معلومات او د صحنې راپورونه له ولس او نړیوالو سره د افغان ولس له اند او ژبې وړاندې کوي.

نړۍ نيوز وېبپاڼه غواړي په پوره بې پلوۍ په هېواد کې د روانې جگړې او پېښو په اړه د ښکېلو غاړو له لوري ورکړل شوي معلومات را غونډ کړي، ويې څېړي او په اړه یې افغاني اند څرگند کړي.

موږ باوري یوو، چې د جگړې د ښکېلو اړخونو لخوا د وړاندې شوو معلوماتو او جزیاتو په خپرولو سره به وکولای شو ولس ته د پېښو په اړه ډاډمن، بشپړ او ریښتوني معلومات وړاندې کړو.

نړۍ وېبپاڼه یوه بې پرې رسنیزه سرچینه ده او د وړاندې شوو معلوماتو په اړه هېڅ مسؤولیت پر خپله غاړه نه اخلي، ځکه د هرې لیکنې، راپور او خبر سره د لیکوال او اړوندو لوریو رسمي دریځونه او څرگندونې خپریږي او همدا راز هڅه کېږي د ازادو رسنیو لخوا د خپرو شوو مطالبو، راپورونو او لاسوندونو څېړنه او شننه هم تر سره شي.

اړینه نه ده، چې د هر خبر او راپور په برخه کې دې د ټولو اړخونو نظر او څرگندونې وي، بلکې دا مهمه ده، چې د ورځنیو پېښو په اړه شته واقعي معلومات او نظرونه راغوڼد کړل شي.

نړۍ نيوز ویب پاڼه

وروستي

زېرمتون